د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د بالکان پر مسیر مهاجر بیرته استول شوي
د لومړي ځل له پاره د بالکان پر مسیر ډیر شمیر کډوال بیرته استول شوي دي. په بیلگراد کې رسنیو د کډوالو د مرستندویه چارو د ادارې له قوله د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې کروشیا ۲۱۷ مهاجر بیرته صربستان ته استولي دي. لکه څرنگه چې په پلازمېنه زاغرب کې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي دغه کسان له سلوانیې څخه کروشیا ته استول شوي وو. زیاته شوې ده چې د دغو کسانو زیاتره یې افغانان وو.
ترکي پوځ په یوه بل ښار کې د پي کې کې، پر ضد عملیات پیل کړي
ترکي عسکرو د دغه هیواد په سویل ختیځ کې په یوه بل ښار کې د منع کړی شوي کردي کارگر گوند «پي کې کې» پر ضد پوځي عملیات پېل کړي دي. د «ډي اچ اې» په نوم خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د شرناق ولایت په ایدیل ښار کې د گرځیدو د بندیز تر ختمیدو وروسته د پي کې کې، له جنگیالیو سره سخته نښته رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې پوځ له زرغوالو موټرو څخه کار اخلي.
په فرانسه کې د بیړني حالت موده وغځول شوه
په پاریس کې د بریدونو د تر سره کیدو درې میاشتې وروسته د دغه هیواد پارلمان د بیړني حالت مودې غځول منظور کړل. د دغه هیواد د ملي شورا مجلس د ۳۱ مخالفو رایو په مقابل کې په ۲۱۲ مثبتو رایو سره پریکړه وکړه، چې دغه شخړه ایز قوانین باید د می میاشتې تر پای پورې ادامه ومومي. په دې سره حکومت د تروریستانو ضد مبارزه کې د پراخو ځانگړو قوانینو ادامې ته اجازه ورکړې. دغه څه د محکمې د حکم پرته د کورونو پلټل ممکنوي.
«مېرکل به د ټولو انتقادونو له عهدې څخه راووځي»
د اروپایي اتحادیې د کمېسیون مشر ژان کلاوده یونکر د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل د مهاجرو د سیاست په هکله نیوکې رد کړي دي. هغه د «بېلډ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې تاریخ به مېرکل په حقه وگڼي. هغه په دې هکله ډاډمنتیا ښوولې ده چې مېرکل به «د خپلې واکمنې په دوره کې له اوسنيو ټولو انتقادونو څخه روغه رمټه راووځي.»
چین د سویلي سمندرگي په یوه ټآپو کې توغندي ځای پر ځای کړي
چین په سویلي سمندرگي کې د ملکیت د ادعا په شخړه کې په یوه ټاپو کې دافع هوا توغندي ځای پر ځای کړي دي. دغه خبره د امریکا متحدو ایالاتو او تایوان د دفاع وزارتونو په گډه تائید کړې ده او له دې سره د امریکایي تلویزوني چېنل «فوکس نیوز» خبر هم تصدیق کوي. د دغه رپوټ له مخې د سټلایټ په انځورونو کې د دوو توغندیو بیټرۍ لیدل کیږي چې په ووډي، نومې ټاپو باندې نصبیږي.
هند تر ټولو ارزان بیه سمارټ تلیفون بازار ته راباسي
د هند تر ټولو ارزان بیه سمارټ یا ځیرکه تلیفون مارکیټ ته راوځي چې شا او خوا درې یورو او ته ویشت سېنته بیه لري. د هند د رېنگنگ بیلز، په نامه شرکت د سه شنبې په ورځ په ورځپاڼو کې د دغه مودل له پاره کمپاین کړی چې ۴ انچه ډسپلې یا پرده لري او پر دوو کمرو باندې سمبال شوی دی. دغه تلیفون د گوگل د عامل سیستم اندروید په واسطه چلیږي.