د نړۍ مهم خبرونه په انځور کې
په هند کې د گاز ډبې چاودنې ۸۰ تنه وژلي دي
په هند کې د گازو ډبې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۸۰ تنه وژل شوي او یو ډیر شمیر ټپیان شوي دي. د رپوټونو له مخې دغه پيښه د هند په مرکزي ایالت مدهیه پردیش کې په یوه رستورانت کې رامنځ ته شوې ده، چیرې چې د گاز څلور ډبې چاودلي دي. ځایي پولیسو ویلي دي چې د دغه ایالت د پیتلاواړ په ښار کې د چاودنې له کبله د رستورانت دوه پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې ده. ژغورونکي عمله د ژوندي پاتې شوو کسانو په لټه کې ده.
«اوربان د کډوالو په هکله خپله طرحه وړاندې کوي»
د هنگري لومړی وزیر ویکتور اوربان غواړي چې د مهاجرو د ستونزې د حل له پاره خپل یو پلان وړاندې کړي. نوموړي سیاستوال د «بېلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې په دغه پلان کې د سوریې د گاونډیو هیوادونو لکه ترکیې، لبنان او اردن ډیر مالي ملاتړ شامل دی. هغه دغه مرسته شا او خوا درې میلیارده یورو اټکل کړې ده.
کویت ۲۸ تایفون ډوله جنگي جېټ الوتکې رانیسي
کویت د میلیاردونو یورو په ارزښت د یورو فایټر نومې د اروپایي شرکتونو اتحادیې څخه د الوتکو د رانیولو فرمایش ورکړی دی. دغه شرکت ویلي دي چې نوموړي خلیجي هیواد له ایټالیې سره د «تايفون» په نوم د ۲۸ جنگي جېټ الوتکو د رانیولو تړون لاسلیک کړی دی. د رسنیو د رپوټونو له مخې دغه معامله شا او خوا اته میلیارده یورو ته رسیږي. یورو فایټر د بریتانیې، ایټالیې، هسپانیې او آلمان یوه گډه پروژه ده.
په مکه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۰۷ تنه ته رسیدلی
په مکه کې د ساختماني چارو د یوه لوی جرثقیل د رالویدو له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۱۰۷ تنو رسیدلی دی. د سعودي چارواکو ویلي دي چې په دغه پیښه کې ۲۳۸ تنه ټپیان شوي هم دي. عربي تلویزیوني چینلونو د خرابیو، وینې او جسدونو انځورونه خپاره کړي دي. د رسنیو په رپوټونو کې د دغه کرین یا جر ثقیل د رالویدو علت خرابه هوا ښوول شوې ده.
د ترکیې په جزیره ښار کې پر گرځیدو بندیز لیرې شو
د سختو احتجاجونو وروسته د ترکیې په سویل ختیځ ښار جزیره کې د شنبې په ورځ د بندیز د لغوه کیدو اعلان شوی دی. د شرناق والي علي احسان ویلي دي چې د شنبې له سهاره وروسته به پر گرځیدو بندیز پای ته ورسیږي. په دغه ښار کې له اتو ورځو راهیسې بندیز وو. د دغه ښار نفوس ۱۲۰ زرو تنو ته رسیږي او د PKK یا د کردانو کارگر گوند چې پرې بندیز دی، پوخ ټاټوبی گڼل کیږي.