د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
برلین غواړي د پاریس سره په ضد ترهگری مبارزه کي مرسته وکړي
فرانسه د جرمني څخه په سوريه کي د ترهگري ضد عملیاتو په مبارزه کي د ډیري ونډی هیله کوي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کي د آلمان د لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل سره د لیدني کتني پر مهال وویل، چي که المان یو څه نور هم ډیرعمل وکړي، دا به یو ډیر ښه زیگنال وي. هغې د دې مخکي په سوريه او عراق کي د خپلي همکارۍ د ممکنه پراخېدو خبره کړې وه.
ایران هم پر ترکيې باندي د«راپاروني» تور لگولی دی
روسيه او ايران د روسۍ جنگي الوتکي تر ویشتلو وروسته پر ترکيې د «تحریکاتو» تور لگوي. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف ویلي دي، چي ترکيې پر دغي جنگي الوتکي باندي حمله پلان کړې وه. د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي دي، چي ترکیه باید تیاره اوسي او تر دغه تحریکي عمل وروسته د هغه «عواقب» هم پر غاړه واخلي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چي د خپلي مځکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع حق لري.
روسيه د داعش پر ضد د نړۍ وال اتحاد غوښتونکې ده
روسيه غواړي چي د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د نړۍ وال ائتلاف سره ملګري وکړي. دا د هغه وروسته هم چي ترکيې د روسيې يوه جنګي الوتکه راوغورځوله. دا خبره د روسيې د دفاعي چارو وزير سيرګې رجب کوف د روسي او فرانسوي ولسمشرانو د ليدني څخه تر مخه کړې ده. ولاديمير پوتين به د پنجشنبې په غرمه فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند ته په روسيه کي ښه راغلاست ووايي. د خبرو موضوع د داعش پر ضد ګډه مبارزه ده.
پاپ: د ترهګرۍ ريښه په بې وزلي کي ده
د کاتوليکي مسيحيانو روحاني مشر پاپ فرانڅيسکوس و افريقا ته د خپل سفر په ترڅ کي د ټولنيزي بې عدالتۍ پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې ده. د هغه په وينا تجربې ښودلې چي ترهګري او شخړي د بې وزلۍ او ناهيليو څخه غذا اخلي. نوموړي دا خبري په کينيا کي د حکومتي استازو سره د ملاقات پر وخت وکړې. پاپ به نن په نيروبي کي د نورو اديانو د استازو سره ملاقات وکړي.
په سلهاؤ زرو کسانو د ګوګل څخه د خپلو معلوماتو د پاکولو غوښتنه کړې
د ګوګل انټرنټي شرکت ۳۵۰ زره داسي غوښتنليکونه تر لاسه کړي چي پکښي د دغه لټون ماشين يا سرچ انجن څخه غوښتل سوي چي د دغو کسانو معلومات دي پاک کړل سي. دا د هغه وروسته چي اروپايي محکمې ګوګل په دې مکلف کړ چي داسي غوښتنو ته بايد مثبت جواب ووايي. د دغه پرېکړي له مخي هر اروپايي دغه حق لري چي د ګوګل څخه په خپله اړه د معلوماتو د ليري کولو غوښتنه وکړي.