د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
آلمان غواړي چې له افغانستان سره ۲۴۰ ميليونه يورو مرسته وکړي
آلمان غواړي چې د افغانستان د بيارغونې له پاره ۲۴۰ ميليونه يورو مرسته وکړي. د پرمختيايي چارو وزارت د جمعې په ورځ دا هم ويلي دي چې د مرستو دريمه برخه په دې شرط پورې تړلې ده چې، اصلاحات راوستل شي، په داسې حال کې چې ۱۶۰ ميليونه يورو پرته له شرطونو ورکول کيږي. د آلمان د پرمختيايي چارو وزير، ګېرد ميولر، ټينګار وکړ چې «ښوونه، روزنه، مسلکي زده کړې او کار په افغانستان کې د ښې راتلونکې له پاره اصلي کلي ده.»
جاپان د فوکوشيما د قربانيانو ياد تازه کړ
جاپان تر سختې زلزلې او اتومي ناورين شپږ کاله وروسته د دغو پېښو د قربانيانو ياد تازه کوي. په ټول هېواد کې نن د يادون مراسم تر سره کيږي. د ۲۰۱۱ کال د مارچ د ۱۱مې دغې تراژيدۍ «بې سارې ويجاړي رامنځ ته کړې» او د خلکو «ډېر با ارزښته ژوند» يې له منځه وړی دی. دغه خبره صدراعظم، شينزو ابې، په پلازمېنه توکيو کې د ياد په مرکزي مراسمو کې وکړه. ګډونوالو په يوې دقيقې چوپتيا سره د ۱۸۵۰۰ قربانيانو ياد تاره کړ.
هالنډ امنيتي تدابير سخت کړل
هالنډ د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، مولود چاوش اوغلو، د انتخاباتي کمپاين په موخه په روتردم کې د ترکيې په کنسولګرۍ کې د پلان شوې غونډې په درشل کې امنيتي تدابير سخت کړي دي. دغه خبره صدراعظم، مارک روټه، په تلويزيون کې کړې ده. چاوش اوغلو غواړي چې د کنسولګرۍ په ساحه کې د وربلل شويو مېلمنو په وړاندې په ترکيه کې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له پاره تبليغ وکړي.
پوتين او اردوغان د اړيکو عادي کولو پرېکړه کړې
په مسکو کې د يوې څو ساعته غونډې په ترڅ کې د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان او د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، د دوه اړخيزو اړيکو د عادي کولو تصميم نيولی دی. اردوغان وويل چې دی هيله لري چې روسيه به د ترکيې په وړاندې لګېدلي بنديزونه هم په بشپړه توګه بېرته واخلي. د دواړو هېوادونو تر منځ ارتباطات وروسته له هغه ترينګلي شوي ول چې د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د ترکيې هوايي ځواک يوه روسۍ جنګي الوتکه ويشتلې وه.
د عراق حکومتي مشر په خپلو هېوادوالو د بيا ستنېدو غږ کړی
په موصل کې د جنګونو سربېره د عراق صدراعظم، حيدر العبادي، په آلمان کې مېشت په خپلو هېوادوالو باندې غږ کړی دی چې خپل هېواد ته دې ستانه شي. العبادي د «بيلد» ورځپاڼې ته وويل چې «زموږ علاقه دا ده چې هېوادوال دې مو بېرته راشي.» زياته يې کړه چې د ده حکومت هڅه کوي په عراق کې جګړه ځپلې سيمې «بېرته آبادې» کړي. العبادي د دې انتظار لري چې داعش جهادي مليشه به ډېر ژر په بشپړه توګه له موصل څخه وايستله شي.
لږ تر لږه ۴۴ تنه په دمشق کې دوو بمي بريدونو وژلي دي
د «سوريې د بشري حقونو د څار» سازمان ويلي چې د دوو بمي چاودنو په پايله کې لږ تر لږه ۴۴ تنه د دمشق په زاړه ښار کې وژل شوي دي. يوه چاودنه د سړک غاړې بم په واسطه رامنځ ته شوه چې يو موټر بس يې په نخښه کړ. دويمه چاودنه يوه ځانمرګي بريدګر د دمشق په باب الصغير ناحيه کې وکړه، چې د ښار يوه شيعه مېشته سيمه ده. د «المجاهد» د روغتون مدير د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۵ نور زخميان دي.