1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ په پرمختيايي پروژو کي المان زياته ونډه لري

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

د نړۍ د بې وزلو هيوادونو سره د مرستي لپاره المان يوه ځانگړې اداره او وزارت لري چي اوس يې مشري د ديرک نيبل په غاړه ده.

https://p.dw.com/p/11MhX
ديرک نيبل
ديرک نيبلانځور: picture alliance/dpa

ساره کلیف د دې نړۍ د غربت او لوږې سره اشنا ده. دا د ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې د ملګرو ملتونو او نړۍوال بانک لپاره د زور زیاتي او نژادي شخړو د قربانیانو لپاره د ژوند د ښو شرایطو د لټولو لپاره په بیلا بیلو دندو بوخته ده. نوموړې چې تاریخ او اقتصاد پوهه ده، په روانډه کې یې هم ډيرې تجربې کړي. سارا کلیف د دې سربیره د جنوبي افریقا او ختیځ تیمور د ستونزو سره اشنا ده. دا شخړې کې هر څومره هم د یو بل څخه مختلفې وي خو دې ترې یو شې زده کړې دی:

« هغه هیوادونه چې فکر کوي دوي کولې شي د زور زیاتي مخه د ویرې اچونې او فساد د لارې نیولې شي، د راتلونکي لپاره د ځان ستونزې زیاتوي او د زور زیاتی په کې په قوي احتمال وده کوي.»

د مخکنیو لسیزو بر خلاف اوس کمې کلاسیکې کورنې جګړې په یوه هیواد کې د پرمختګ مخه نیسي. زیاتره د سیاسي او ټولنیزو حالاتو څخه تحریک شوې زور زیاتی د دې لامل کیږي. په ډيرو ناوړه پیښو کې ورسره بیا ترهګري او سازماندهې شوې جنایت وضعه لا پسې خرابوي. د دې شیطاني دایرې څخه د راوتلو لپاره د دولت د بیلا بیلو اورګانونو د قوي کولو سره سره تر ټولو زیات د نړۍوالې ټولنې ډیر صبر ته هم اړتیا لیدل کیږي. کلیف وايي چې د زور زیاتي د راتتولو پروسه په کالو کالو دوام کوي.

په بې ثباته سیمو کې د پرمختګ لپاره د نړۍ وال بانک ځانګړې استازې د دې خبردارې ورکوي چې په داسې هیوادونو کې په چټکه توګه په ستونزو د بریالتوب توقع باید ونه شي. همدا ډول د المان د پرمختایي چارو وزیر ډيرک نیبل هم د صبر او حوصلې او اوږد مهاله پروژو طرفدار دی، چې د بې وزلو او بې ثباته هیوادونو بیلا بیلې اړتیاوې ځواب ووايي. ډيرک نیبل بیا د داسې بې ثباته هیوادونو چې شخړې په کې روانه دي او د هغو تر منځ چې ښايي شخړې په کې رامنځته شي، فرق کوي. له همدې امله دلته د دې ملکونو سره د چلند مختلفې ضمیمې موجودې دي.

« د مثال په ډول په سیرا لیون کې د وزګارو ځوانانو لپاره په کار د ګمارنې پروګرامونه او یا د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ډله ایز جنسي تیري د قربانیانو سره کار. همدا ډول د پخوانیو کم عمره یا ماشومانو عسکرو لپاره په ټولنه کې د بیا ادغام پروژې په لاره اچول. د جنوبي افریقې د سلم یا د ښار د بې وزلو او وروسته پاتو چټلو سیمو د ځوانانو لپاره د داسې مرکزونو جوړول چې دوي ورته مراجعه وکړي او دوي ته د ژوند نوی لارې پرانسي. دا ټول فعالیتونه کولې شي د زور زیاتي مخه ونیسي.»

ډيرک نیبل د دې سربیره د همکارۍ په برخه کې سرحدونه هم ویني ځکه چې په ډيرو هیوادونو کې د پرمختیاي چارو د مخکې وړلو لپاره اړین ساختمانونه موجودې نه دي.
د المان د پرمختیايي چارو وزیر په راتلونکي په نړۍ واله کچه د منظم ګډ کار غوښتونکی دی چې د دې لارې بیا د جنوبي سوډان سره چې د جولایې په میاشت کې خپلواکه کیږي، په سم وخت کې مرستې برابرې کړای شي.

فيوسټرناؤ/ برېښنا صابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی