1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ په کومو هيوادونو کې د ماشومانو حقونه ډير خوندي دي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د کوچنيانو د حقونو انډکس په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د حقونو پلي کيدل اندازه کوي. سږکال ثبت شوې شميرې په ټوله کې مثبت پرمختګ ښيي. خو يو څه حيرانونکي پایلي هم ترسترګو کيږي.

https://p.dw.com/p/2cyGG
Mädchen und Junge
انځور: Imago/J. Alexandre

له نژادي، مذهبي او يا ژبني لږکيو سره تړاو لرونکي ماشومان په ټوله نړۍ کې د توپيري چلن ښکار کيږي. دې تمايل ته پام راګرځول او دې ته بدلون ورکول د «د ماشومانو د حقونو جدول» د ترتيب کوونکو ستره موخه ده.

دا ميلان په ټوله نړۍ کې ترسترګو کيږي. خو د دې څيړنې پر اساس په نژدې او منځني ختيځ کې او همدا راز په شمالي افریقا کې وضعه ډيره د انديښنې وړ ده. د «Index KidsRight» په نوم د ماشومانو د حقونو سازمان بنسټ ايښوونکی مارک دولايرت، غوښتنه کوي چې په ۲۰۱۷ م کال کې بايد دا موضوع په سياسي اجندا کې لومړيتوب ورلري. دی زياتوي:

«په جدول کې د درجه بندي شويو ۱۶۵ هیوادونو حکومتونه بايد له ماشومانو او ځوانانو سره د توپيري چلند پر ضد ګامونه پورته کړي. دا ډول چلند د دې مخه نیسي چې راتلونکی نسل له خپلو بالقوه وړتياو څخه په سمه توګه ګټه واخلي.»

د جدول له مخې په اروپا کې د هرې کلتوري او ټولنیزي ډلې د ماشومانو حقونه په ځانګړي توګه ډير خوندي دي. د جدول له لسو لومړيو هيوادونو څخه یې اته ځايونه اروپايي هيوادونو خپل کړي دي.

په لومړي مقام کې پرتګال دی. بيا په ترتيب دويم مقام ناروې، دريم سويس، څلورم ایسلند، پنځم هسپانيا، شپږم فرانسې او اووم مقام سويدن خپل کړی دی. د اتم او نهم ځايونو له خپلولو سره تاېلند او تونس د جدول غیري اروپايي هيوادونه دي. لسم مقام فنلند خپل کړی دی.

د جدول د ټولو ۱۶۵ ځایونو څخه يې وروستي چاد، وانواتو، سيراليون، افغانستان او مرکزي افريقا جمهوريت خپل کړي دي.

Libyen Auffanglager Surman
انځور: DW/M. Dumas

د بريتانيا په اړه حيرانونکې پايلې

دا درجه بندي په مجموعي توګه پر پنځوو معيارونو ولاړه ده: د ژوند حق، د روغتيا حق، د زده کړې او روزنې حق، د ساتنې حق او د هغو هلو ځلو حق چې يو هيواد یې د دې حقونو د عملي کولو په موخه کوي.

دا جدول چې د «ماشومانو د حقونو د موسسې» او د روتردم د اراموس پوهنتون او د ټولنیزو مطالعاتو د نړيوال انستيتويت په ګډو هڅو رامنځته شوی، دا ټول معيارونه اندازه کوي. کله داسې هم کيږي چې يو هيواد په يوه برخه کې ډير ښه وي خو بيا یې نورو برخو ته ښه پاملرنه نه وي کړي.

دا ډول چلن د حيراونکو پايلو سبب کيږي: همدا ده چې بريتانيا د دې درجه بندۍ له مخې په جدول کې ۱۵۶مقام خپل کړی او د انګولا شاته او د پاپوا نيو ګيني څخه ترمخه ده. د جدول له مخې د ماشومانو د حقونو د پلي کولو په برخه کې برېتانيا يو ډير ټيټ مقام خپل کړی دی.

د آلمان له پاره د اطمنان وړ نتايج

آلمان د برېتانيا په پرتله ډير ښه مقام خپل کړی او په جدول کې اتلسم ځای لري. د تيرکال په جدول کې يې ۱۲ مقام درلود. خو د ماشومانو د حقونو د پلي کولو په برخه کې دا يو څه خرابوالی پخپله په آلمان کې له حالاتو سره تړاو لري. د «ماشومانو د حقونو موسسې» د پروژو د برخې مشر ايلن درونهوف، په دې اړه وايي:

«په آلمان پورې په تړلو شميرو کې تغير نه دی کړی. دغه معلومات يوازې د ماشومانو ابتدايي ښوونځيو ته نه تګ په برخه کې يو څه شاتګ ښکاره کوي.»

دی زياتوي له ۱۲مقام څخه ۱۸ ته د رسيدو يو علت دا هم دی چې نورو هيوادونو په دې برخه کې پرمختګ کړی ځکه د يوه هيواد د وړتيا او هلو ځلو کچه له بل سره پرتله کيږي.

د ترتيب کوونکو په حواله دې جدول يوه خبره ښه روښانه کړې: دا چې دا اړينا نه ده چې په اقتصادي لحاظ پياوړي هيوادونه دې هرو مرو د وروسته پاته هيوادونو څخه د ماشومانو د حقونو د پلي کولو په برخه کې مخکې وي. ځکه په دې جدول کې د ماشومانو د حقونو په اړه د يوه هيواد هلې ځلې د دغه هیواد د وسايلو په تناسبت سره اندازاه کيږي.

ځکه د تايلند او تونس په څير نسبتاً بې وزله هيوادونه د لسو ښو هيوادونو په کتار کې شامل دي. دواړه هيوادونه توانيدلي د ماشومانو د حقونو د پلي کولو له پاره مناسبت چاپيريال برابر کړي.

زموږ له ارشيف څخه: