د نړۍ په کچه د ماشومانو د قاچاق کچه لوړه شوې ده
۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعهاعلان
د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ سازمان یونسف، او د آلمان جنايي ادارې ویلي دي چې اوس په نړۍ کې د ماشومانو او نوو ځوانانو خرڅلاو او قاچاق ډیر شوی دی.
په دې اړه په یوه خپور شويٍ رپوټ کې راغلي دي چې د انسانانو د سوداګرۍ ډیری موندل شوي قربانیان نابالغه کسان ول. په رپوټ کې د موندلو شویو نابالغو کسانو سلنه ۲۷ ښوول شوې ده.
په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د قربانیانو دوه پر دریمه برخه نجونې دي. خو دا لا معلومه نه ده، چې په ټولې نړۍ کې څومره انسانان د انساني سوداګرۍ قرباني کیږي.
د اروپايي کمیشنری د اټکلونو پر اساس د انسانانو د قاچاق بانډونه له دغې لارې هر کال تر ۲۵ میلیاردو یورو پورې ګټه تر لاسه کوي.