1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ په گوټ گوټ کي لوی اختر ولمانځل سو

۱۳۹۰ آبان ۱۶, دوشنبه

په ډيرو هيوادونو کي د لوی اختر لومړۍ ورځ د يکشنبې په ورځ ولمانځل سوه. لوی اختر د هجري کال د وروستۍ مياشتي د ذی الحجه پر لسمه لمانځل کيږي او په دغه ورځ په مکه مکرمه کي حجيان څاروۍ قرباني کوي.

https://p.dw.com/p/136Lk
سږ کال څه کم درې ميليونه مسلمانان د حج مراسمو ته تللي دي
سږ کال څه کم درې ميليونه مسلمانان د حج مراسمو ته تللي ديانځور: DW/Almakhlafi

په سعودي عربستان کي د اختر تر ټولو لويه اجتماع چي د ټولي نړۍ څخه شاوخوا ۳ميليونه مسلمانانو د حج د مراسمو د ترسره کولو له پاره راټول سوي ول وليدل سوه.

د عربي هيوادونو په شمول، افغانستان، د ختيځ او منځنۍ آسيا هيوادونو، چين، روسيې، افريقا او اروپايي هيوادونو کي اختر د يکشنبې « د ۲۰۱۱م کال د نومبر ۶مه» ولمانځل سو.

په پاکستان، بنګله ديش، هندوستان، انګلستان او امريکا کي اختر د دوشنبې يعني د نومبر د مياشتي پر ۷مه نېټه لمانځل کيږي.

د اختر لومړی لمونځ په مسلمان هيواد اندونيزيا کي ادا کړل سو، ځکه چي د نورو اسلامي هيوادونو په پرتله په دغه هيواد کي د نومبر د مياشتي پر شپږمه نېټه تر ټولو لومړی لمر را وختی.

د اندونيزيا ۸۰ سلنه وګړي مسلمانان دي. د نورو جنوبي آسيايي هيوادونو په پرتله په دغه هيواد کي ښځي لمونځ په جوماتونو کي تر سره کوي.

په افغانستان کي د لوی اختر لومړۍ ورځ د بغلان ولايت په يوه جومات کي ځانمرګي بريد په غم ولړله، خو د ټول هيواد په کچه بله کومه داسي ناوړه پيښه رامنځ ته نه سوه.

په ګاونډي هيواد پاکستان کي نن « دوشنبه» د اختر لومړۍ ورځ لمانځل کيږي. په روسيه کي چي مسلمانان پکښي ډير لږ دي هم خلکو د اختر لمونځ ادا کړ.

په المان کي هم شاوخوا څلور ميليونه مسلمانان اوسيږي او په دغه هيواد کي هم د يکشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ولمانځل سوه. په دغه هيواد کي ميشت زياتره مسلمانان ترک نژاده دي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل