1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ کوم هیوادونه بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري؟

۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبه

په ترکیې کې د بیړنیو مرستو کنفرانس روان دي. کوم هیوادونه په لومړي سر کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري؟ په نړۍ کې د جګړو له ډیریدو سره بیړنیو مرستو ته اړتیا هم ډیره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1ItA3
انځور: picture-alliance/AP Photo/IHH

د ملگرو ملتونو د رپوت پر بنسټ په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه انسانان مرستو ته اړتیا لري او ۶۰ میلیونه یې مهاجر یا د تیښتې په حال کې دي. د کوم هیواد وګړي تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي:

افغانستان

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې تر مداخلې او طالبانو رژیم تر نسکوریدو شاوخوا ۱۵ کاله وروسته هم جگړه دوام لري. د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو افراطي ډلې تر منځ د وسله والو جگړو له امله شاوخوا ۱،۲ میلیونه انسانان له دغه هیواد څخه مهاجر شول او یا د تېښتې په حال کې دي. ډیرې دغه کسان گاونډیو هیوادونو او اروپا ته مهاجر شوي دي.

د ملگرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ یوازې د روان کال په وروستیو څلور میاشتو کې ۱۱۸ تنه داخلي بې ځایه شوي پر دې اضافه شوي دي. په عین وخت کې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله دغو انسانانو ته لاسرسې ناممکن شوی دی.

سوریه

دغه هیواد د کورنۍ جگړې له امله په اوس وخت کې تر ټولو خراب بشري ناورین تجربه کوي. په همدې منځ ۴،۸ میلیونه سوریایان گاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. تر ټولو په لومړي قدم کې په لبنان او اردن کې سوریایې مهاجر په ډیرو خرابو شرایطو کې ژوند کوي.

سربیره پر دې ۶،۶ میلیونه سوریایان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شوي او په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي. د دغه جگړه ځپلي هیواد د نفوس ۱۳،۴ میلیونه انسانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. په ځانگړی توگه د بشارالاسد رژیم له بهرنې نړۍ سره د ډیرو سیمو اړیکې قطع کړي دي.

عراق

د عراق د ډیرو سیمو وضعه د گاونډي هیواد سوریې وضعیت ته ورته دی. په ځانگړي توگه د «اسلامي دولت» ترهگرې شبکې پرمختگ د دوو کلونو راهیسې دغه هیواد له گډوډۍ سره مخامخ کړی دی.

ملگرو ملتونو رپوټ ورکړی دی چې ۳،۴ میلیونه داخلي بې ځایه شوي او لس میلیونه نور انسانان عاجلو مرستو پورې تړلي دي. سره له دې چې عراقي پوځ د دغه هیواد ډیرې برخې لکه په لویدیځ کې د رمادي ښار د «اسلامي دولت» ډلې له منگولو څخه آزاد کړی دی، خو دغه ښار دومره ویجاړ شوی چې ډیر کم مهاجر کولی شي دغه ښار ته بیرته ستانه شي.

یمن

پر جگړی سربیره یمن یو تر ټولو بې وزله عربي هیواد دی. خو کله چې دوه کاله مخکې حوثي یاغیانو د دغه هیواد یوه لویه برخه په لاس کې نیولې، په دغه هیواد کې کورنۍ جگړه حاکمه ده.

د ملگرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ په همدې منځ کې ۲،۷ میلیونه انسانان له خپلو سیمو څخه تښتیدلي دي. تر ۲۱ میلیونو(د دغه هیواد د نفوس ۸۰ سلنه) ډیر انسانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. یمن د خوراکي توکو، پاکو اوبو او طبي اسانتیاو د نه شتون له ستونزې سره هم مخامخ دی.

سومالیا

دغه افریقایې هیواد د یوه «ناکام دولت» په نوم شهرت لري. په ۱۹۹۱ کال کې د محمد زیاد باره، حکومت تر ړنگیدو وروسته تر اوسه پورې په دغه هیواد کې کورنۍ جگړه روانه ده. د دغه هیواد یوه لویه برخه د یاغیانو تر کنترول لاندی ده.

د الشباب ترهگرې ډلې ملیشې غواړي هلته یو «اسلامي دولت» رامنځته کړي. د ملگرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ په دغه هیواد کې تر ۴،۶ میلیونو ډیر انسانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

سوډان

په همدې توگه په سوډان کې د کورنۍ جگړې له امله ډیر شمیر سوډانیان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دغه هیواد کې په لسگونه زره انسانان د کورنۍ جگړې قرباني شوي دي. ۲،۳ میلیونه انسانان د تېښتې په حال کې دي او تر پنځو میلیونو ډیر انسانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ایتوپیا

د خوړو نړیوال پروگرام د رپوټ پر بنسټ په ایتوپیا کې هم تر لس میلیونو ډیر انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملگرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د دوامداره وچکالیو له کبله شاوخوا ۴۳۵ زره ماشومان چې سؤ تغذي دي باید تر درملنې لاندی ونیول شي.

اټکل کیږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د ورښت نه کیدو له امله د ولږې بحران لا زیات شي. په عین وخت کې تر ۶۵۰ زرو ډیر انسانان گاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

میانمار

د دغه هیواد ۶۴۵ زره اوسیدونکي د پخواني نظامي دیکتاتور له لاسه د خپل کور کلي پریښودو ته اړشوي دي او اوس په کمپونو، او نامناسبو کورونو کې ژوند کوي.

د دغه هیواد حکومت په ۲۰۱۲ کال کې د نا آرامیو له امله یوازې ۱۴۰ زره روهینگي مسلمانان (چې د دغه هیواد اقلیت اوسیدونکي دي) تېښتې ته اړ او یا زندانیان کړل.

د دغه هیواد اکثره بودایي اوسیدونکي غواړي د مسلمانانو اقلیت چې د نسلونو راهیسې په میانمار کې ژوند کوي، له دغه هیواد څخه وشړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب