1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نژدې ختيځ د سولي خبري پرته د کومي نتيجې پای ته ورسېدې

۱۳۸۶ دی ۴, سه‌شنبه

د نژدې ختيځ دپاره د امريکا د اناپوليس دنړيوالي غونډي څخه وروسته د اسرايلو او فلسطينانو د خبرو اترو دوهم پړاو پرون پرته له کومي نتيجې څخه پای ته ورسېدی.

https://p.dw.com/p/DKC6
اسرايلو بيا د فلسطين څخه هيله درلوده ، چي وسلوالو ډلوته د حملو اجازه ورنه کړي.
اسرايلو بيا د فلسطين څخه هيله درلوده ، چي وسلوالو ډلوته د حملو اجازه ورنه کړي.انځور: AP
د فلسطنيانو د پلاوي مشر صايب ارکات په بيت المقدس کي دوهمه غونډه کړکېچنه وبلل. نوموړي ددې کار علت د اسرايلو سرسختي وښودی، چي نه غواړي د نړيوالو د غوښتني سره سم په فلسطيني نيول سوو سيمو کي د يهودي هستوګنځيو د جوړولو څخه لاس واخلي. اسرايلو بيا د فلسطين څخه هيله درلوده ، چي وسلوالو ډلوته د حملو اجازه ورنه کړي.