1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نیدرزاکسن ایالتي ټاکنې ډیر اهمیت لري

گرېسلر بیرند/ نسیم صابر۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه

په نیدرزاکسن ایالت کې د یکشنبې په ورځ «د جنوري شلمه» ټاکنې کیږی. د دغه ټاکنو پایله به د آلمان پر سیاست اغیز ولري. پر دې سربیره دغه ټاکنې د دوو سیاستوالو له پاره برخلیک ټاکونکي بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/17Nhx
انځور: picture-alliance/dpa

د نيدرزاکسن ايالتي انتخابات په اوس وخت کې يو «ډېر مهم نقش» لوبوي، دغه خبره د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند صدارت ته ولاړ کانديد، پېر شتاينبروک، کوي. د لومړۍ وزيري انګيلا مېرکل دغه سيال په مني کې د تر سره کېدونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ملاتړ او مرستې په لټه کې دی.

ډېره اوږده موده داسې برېښېدل چې نيدرزاکسن به د ده ملاتړ پياوړی کړي، ځکه چې په دغه ايالت کې سوسيال ديموکرات او زرغون ګوندونه ډېر مخکې ول. د آلمان په دغه شمالي ايالت کې د انتخاباتو ګټلو ته سوسيال ديموکراتان داسې سترګې په لار ول چې فکر يې کاوه «بوندس رات» يا سنا کې به اکثريت تر لاسه کړي چې له کبله يې په ايالتي پارلمان کې د بېلابېلو قوانينو د وضع کولو اعلان هم کړی وو.

خو د سرو او زرغونو (سوسيال ديموکرات او زرغون ګوند) د څرګند مخکې توب څخه بالاخره د تور ژړ (يعنې مسيحي ديموکرات او ليبرال ديموکرات ګوندونو) سره يوه جوخته سيالي جوړه شوه. که د ديويد مک اليستر، په مشرۍ تور ژړ ايالتي حکومت ته د ماته ورکولو هڅه ناکامه شي، نو صدارت ته ولاړ کانديد شتاينبروک به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

Niedersachsen/ Stephan Weil (SPD, l.), Oberbuergermeister von Hannover und Spitzenkandidat der SPD bei der Landtagswahl in Niedersachsen, gestikuliert am Freitag (18.01.13) in der Stadthalle in Braunschweig beim Wahlkampf-Endspurt der SPD neben dem Kanzlerkandidaten der SPD, Peer Steinbrueck. Am Sonntag (20.01.13) wird in Niedersachsen ein neuer Landtag gewaehlt. (zu dapd-Text) Foto: Nigel Treblin/dapd
انځور: dapd

له مطبوعاتو نيولي تر خپل ګوندي انتقاد کوونکو پورې به خلک شتاينبروک، په ماته کي پړ وگڼي. دی له اقتصادي کړيو څخه د لوړو معاشونو د اخيستلو د رسوايي له کبله له سختو نيوکو سره مخامخ شوی وو، ده ويلي ول چې لومړی وزيران په کافي ډول معاش نه اخلي او د ارزانو واينو په اړه يې شکايت کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې سوسيال ديموکراتان سره له دې هم، وايي چې هغوی به صدارت ته ولاړ کانديد بدل نه کړي. خو تر انتخاباتو لږ وخت مخکې سوسيال ديموکراتان ناراحته دي چې ورسره نور هم په وېره کې دي.

آيا ليبرالان او کيڼ اړخي به له ۵ سلنو څخه واوړي؟

کيڼ اړخی ګوند، چې د نيدرزاکسن په وروستيو آيالتي انتخاباتو کې يې د غرب په لور د خپل نفوذ غځېدل لمانځلي ول، ښايي د نظر پوښتنو له مخې لازمې پنځه سلنه رايې تر لاسه نه کړي او ځکه به له آيالتي پارلمان څخه ووځي. دغه کار تر دې مخکې په نوردراين وېستفالن او شلېسويګ هولشتاين، آيالتونو کې هم شوی دی. په دې ترتيب به ښايي کيڼ اړخی ګوند د شرقي آلمان يو سيمه یيز ګوند جوړ شي.

د يکشنبې ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جنوري ۲۰» د ليبرال دموکرات ګوند د مشر، فيليپ روسلر، لپاره هم يوه برخليک ټاکوونکې ورځ ده. د دغه ګوند پخوانی ستوری او اوس ضعيف برېښېدونکی د ګوند مشر، کېدای شي د خپلو ګوندي ملګرو له خوا راوپرځول شي.

د ټول آلمان په کچه په تر سره شويو نظرپوښتنو کې ليبرالانو يوازې ۳ سلنه رايې اخيستې وې. که ليبرالان په نيدرزاکسن کې ماته وخوري، نو ښايي د ځينو خلکو د وړاندوينو مطابق به په مني کې د آلمان د اتحادي جمهوريت په تاريخ کې هغوی په لومړي ځل په پارلمان کې حضور ونه لري. خو خبره لا دغه حد ته نه ده رسېدلې.

د ۲۰۱۲ کال په دوو آيالتي ټاکنو کې هم دغه ګوند ضعيف بلل شوی وو، خو د مخکښه او تکړه کانديدانو په لرلو سره هغوی له ۸ سلنې زياتې رايې وړې وې. د ليبرال ګوند هيله اوس د انتخاباتو په قانون کې په يوې بلې ځانګړتيا پورې تړلې ده: د مسيحي دموکرات ګوند رايه ورکوونکي ښايي خپله لومړۍ رايه د مسيحي دموکرات کانديد ته ورکړي او خپله دوهمه رايه ليبرال دموکرات ګوند ته ورکړي چې په مرسته يې ليبرالان پارلمان ته لار موندلی شي.

لومړۍ وزيره تل موسکا پر شونډو لري

له دې لارې کېدای شي د آيالتي لومړي وزير ديويد مک اليستر، په مشرۍ تور ژيړ ايتلاف په قدرت کې پاتې شي. نوموړی د يوې آلمانۍ سکاټلندۍ جوړې زوی دی چې کېدای شي ۴۰ سلنه رايې به يوسي. دا داسې يوه ښه نتيجه ده چې کېدای شي، که دی د ليبرال دموکراتانو له لاسه په آيالتي پلازمېنه هانوور کې خپل قدرت وبايلي، به ورته د آلمان په پلازمېنه برلين کې د يوې نوې دندې لپاره زمينه مساعده شي. داسې آوازې شته چې دی کېدای شي د آلمان د معارف وزير وټاکل شي، که اوسنۍ وزيره، انېته شاوان، په خپله دوکتورا کې د مشکوکې درغلۍ له کبله له دغې دندې ګوښه شي.

Niedersachsen Landtagswahl 2013
انځور: DW/Richard Fuchs

د وروستيو دوو اوونيو په انتخاباتي منډو ترړو کې لومړۍ وزيره انګلا مېرکل ۷ واورې د مک اليستر، څنګ ته راڅرګنده شوه او ټينګار يې کاوه چې دغه انتخاباتي کمپاين هغې ته ډېر خوند ورکوي. دغه خوشحالي بې علته نه ده: که تور ژيړ ايتلاف په هانوور کې مات هم شي، نو به مېرکل خپل محبوبيت وساتي، ځکه چې د هغې کانديد مک اليستر به ښايي ډېرې رايې تر لاسه کړي. د تور ژيړ ايتلاف د ماتېدو پړه به ليبرالانو ته ورکړل شي. که مېرکل په مني کې په دريم ځل لومړۍ وزيره وټاکل شي، هغه به له ليبرالانو سره د ايتلاف جوړولو پر ځای ډېر نور امکانات په لاس کې ولري.