1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نیمروز د بریدونو تر شا د ایران لاس دئ»

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې یو شمیر وکیلانو پر ایران باندې تور ولګاوه چې د زرنج ښار د سه شنبې د ورځې د بریدونو تر شا دئ.

https://p.dw.com/p/15pyZ
انځور: AP

د سه شنبې په ورځ د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې درې پرله پسې بریدونه وشول چې په پایله کې ئې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول او له سلو تنو څخه زیات نور کسان ټپیان شول.

په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت استازې فرشتې امیني، وویل چې دې داسې معلومات تر لاسه کړي دي چې ښيي د سه شنبې د ورځې د بریدونو له پاره یوولس ایرانیان گمارل شوي ول چې د هغوی له ډلې څخه یوازې درې تنه ئې وتوانیدل چې خپل ځانونه والوزوي. هغه وویل:

«دا هغه بلوڅان وو چې له ایران څخه راغلي ول. له ایران سره باید په دې برخه کې جدي خبرې وشي چې دوی څنګه او له کومې لارې افغانستان ته د کومو موخو له پاره راداخل شوي ول.»

دغه راز په ولسي جرگه کې یو شمیر نورو وکیلانو پر افغان دولت باندې نیوکه وکړه چې د ګاونډیو هیوادونو د ښکاره بریدونو او لاسوهنو په اړه کلک غبرگون نه ښکاره کوي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي داکترمیربت خان منګل، وویل چې حکومت باید د هغو نیول شوو ځانمرګو بریدکوونکو هویت بربنډ کړي چې په ایران پورې تړلي دي. د ښاغلي منګل په خبره حکومت له ایران سره د خپلو اړیکو د ساتلو په موخه دغه کار ته زړه نه ښه کوي:

«زه فکر کوم چې حکومت هڅه کوي چې نیول شوي ایراني ځانمرګي بریدکوونکي هم پټ کړي چې له ایران سره ئې اړیکې خرابې نه شي.»

که څه هم تر اوسه پورې ایران د نیمروز ولایت د سه شنبې د ورځې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي خو دا هیواد تل په افغانستان کې د لاسوهنې تورونه په کلکه ردوي.

له بل لوري د چارو یو شمیر شنونکي هم د ولسي جرګې له دغه دریځ سره په لږ توپیر همغږي دي. دوی وايي چې سره له دې چې ایران له افغان دولت سره ښې اړیکې پالي خو بیا هم ښايي دغه هیواد په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو له پاره د سرخوږي جوړولو هڅې وکړي.

افغان کارپوه عاشق الله یعقوب، په دې اړوند دویچه ویله (آلمان غږ) ته وویل: «د امریکا او ایران ترمنځ په دې سیالیو کې تر اوسه یوازې عام ولسي افغانان قرباني شوي دي.»

د افغانستان ولسي جرګه په داسې حال کې ایران په نیمروز ولایت کې په ډله ییزو ځانمرګو بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي چې تر دې یوه ورځ پخوا افغان او پاکستاني ځواکونو د دیورند کرښې دواړو غاړو ته پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې وې.

محمد اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش