1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نیمروز د مړو او ټپیانو شمیر تر سلو واوښت

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

په نیمروز ولایت کې د سه شبنې په ورځ په یو لړ ځانمرگو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول. د وژل شوو کسانو په ډله کې ډیری ملکي وگړي شامل دي چې د اختر له پاره د سودا اخیستلو په موخه ښار ته راغلي ول.

https://p.dw.com/p/15pWa
انځور: AP

دا په وروستیو کې په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده. په دې پېښه کې لږ تر لږ ۶۶ کسان ټپیان شوي هم دي.
پولیسو ویلي دي چې په ټولیزه توگه د نیمروز ولایت زرنج ښار ته یوولس ځانمرگي برید کوونکي راغلي ول چې د هغوی له ډلې څخه درو تنو ئې خپل ځانونه د گڼې گوڼي په ځایونو کې الوزولي دي.

د نیمروز ولایت د پولیسو د قوماندان مرستیال مجیب الله لطیفي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ځانمرگو برید کوونکو یوولس کسیزه ډله وه چې غوښتل ئې په عین وخت کې د ښار په بیلابیلو برخو کې خپل ځانونه والوزوي.»

ښاغلي لطیفي زیاته کړه چې د دغو کسانو له ډلې څخه یوازې درو تنو ئې خپل ځانونه چولي دي: «امینتي ځواکونو دوه تنه ځانمرگي برید کوونکي تیره شپه ووژل او درې تنه نور ئې نن سهار ونیول. درې تنو ځانمرگو برید کوونکو نن خپل ځانونه وچول او درې تنه نور د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.»

د نیمروز ولایت والي عبدالکریم براهوي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي دي: «موږ دا خبره منو چې په دې برید کې تر اوسه پورې ۲۱ ملکي وگړي او ۱۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او له ۶۶ څخه زیات کسان ټپیان شوي هم دي.»

لا تر اوسه پورې د دې بریدونو پړه بل چا پر غاړه نه ده اخیستې. د نیمروز ولایت یو نسبې ارامه ولایت دئ دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په همدې ولایت کې یوه وگړي چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم ئې پر تن وو یوولس تنه پولیس ووژل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض