1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نیویارک چاودنه یو ترهګریز عمل وو»

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۲۸, یکشنبه

د نیویارک ګورنر د یکشنبې په ورځ وویل چې د شنبې د شپې چاودنه یو ترهګریز اقدام وو، خو لا تر اوسه پورې له نړیوالو ترهګرو سازمانونو سره د دې برید اړیکې نه دي تر سترګو شوي.

https://p.dw.com/p/1K4Ny
USA New York Gouverneur Andrew Cuomo Explosion
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Ruttle

د نیویارک ګورنر اندریو سیومو، وویل: «موږ به هغه کسان چې دغه بمونه یې ایښې دي پیدا کړو او د قانون منګلو ته به یې وسپارو.»

هغه زیاته کړه: «دا چې په نیویارک کې یو بم الوزي په روښانه توګه یو ترهګریز اقدام دی، خو هغه له نړیوالې ترهګرۍ سره نه دی تړلی. په بل عبارت، موږ له اسلامي دولت ډلې سره د هغه اړیکه نه ده موندلې.»

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه چې که څه هم له اسلامي دولت سره د دې برید اړیکې نه دي تر سترګو شوي، خو دغه پیښه به د یوه ترهګریز برید په توګه وڅیړل شي.

د نیویارک چاودنې

د نیویارک پولیس وايي چې د شنبې په ورځ په دغه چاودنه کې چې چاودویدونکي توکي په کثافت داني کې ځای پر ځای شوي وو، ۲۹ کسان ټپیان شوي دي. د پیښې سیمې ته څیرمه یې یو دیګ بخار هم موندلې چې په اړه یې څیړنې راوني دي.

یوې زورورې چاودنې د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک ایالت په منهتن ښار کې د چلسي سیمه ولړزوله او ۲۹ کسان یې ټپیان کړل. د نیویارک ښاروال بل دی بلاسیو، د پیښې پخلی وکړ او ویې ویل چې دا یوه قصدي چاودنه وه.

د منهتن ښار د چلسي سیمې په ۲۳م سړک کې له دغې پيښې وروسته د شنبې ورځې ماښام ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې د نیویارک ښاروال، بیل دی بلاسیو وویل چې دغې زورورې چاودنې په پایله کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي.

دی بلاسیو د پیښې سیمې ته څیرمه خبریالانو ته وویل: «نن شپه نیویارک له ډيرې بدې پیښې سره مخ دی. اوس مهال موږ موثق او ځانګړی بل تهدید نه لرو.»

دی بلاسیو وویل چې چاودنه قصدي کړنه ده خو زیاته یې کړه چې له ترهګرو ډلو سره د پیښې د اړیکې په هکله اسناد په لاس کې نه شته او نه هم د نیویارک د جرسي د سیمي د پیپ له چاودنې سره د دې چاودنې د اړیکې په هکله معلومات په لاس کې شته.

د نیویارک د پولیسو کمیشنر اونایل، وویل چې د چاودنې اصلي لامل چې ۲۹ کسان یې ټپیان کړل، تر اوسه معلوم نه دی خو پولیس د یوې بلې آلې په اړه چې په همدې سیمه کې موندل شوې، څیړنه کوي. د پيښې د ټپیانو حالت جدي نه دي.

یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې موندل شوې دویمه آله یو بخاري دیګ دی چې لینونه یې له یو مبایل سره وصل شوي دي.

داسې انګیرل کیږي چې چاودیدونکي توکي په یوه پلاستیکي کثافت داني کښې ځای پر ځای شوي وو. د ګازو د چاودنې اوازې رد شوې دي.

د همدې ورځې په پیل کې د نیو جرسي په ایالت کې د زغاستې سیالۍ له دې امله ترسره نه شوه، چې د زغاستې پر سړک د ګازو د پیپ چاودنه شوې وه. د نیویارک پولیسو د ښار په بیلابیلو سیمو کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.