د نیو زیلند کابینې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو راایستل تائید کړل
۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبهاعلان
د نیو زیلنډ هیواد ویلي دي چې له افغانستان څخه به د دوی وروستی سرتیری د راتلونکي کال د اپریل په میاشت کې راووځي. دغه اعلان وروسته تر هغې وشو چې د نوموړي هیواد کابینې له بامیان ولایت څخه د ولایتي بیا رغاونې د ټیم د ۱۴۰ تنو غړو راایستل تائید کړل. دغه ټیم په ۲۰۰۳م کال کې په دغه ولایت کې ځای پر ځای کړل شوی وو. د نیو زیلنډ صدراعظم په دې خبره ټينگار کوي چې په بیړه د ځواکونو راایستل په تیره میاشت کې د پنځو سرتیرو د وژل کیدو له پیښې سره کوم تړاو نه لري. په پام کې وه چې د نیو زیلنډ سرتیري به د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه راووځي.