1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګوندي ټاکنو کې سندرس او ترامپ مخکښ دي

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره په ګوندي انتخاباتو کې په نیو همپشر ایالات کې سناتور بیرني سندرس د هیلري کلنتن د دیموکراتانو په منځ کې او میلیاردر دونالد ترمپ، د جمهوري غوښتونکو په منځ کې ټاکني ګټلي دي.

https://p.dw.com/p/1HsWt
USA Bernie Sanders Donald Trump Kombo
انځور: Reuters/DW Montage

سناتور بیرني سندرس او میلیارد دونالد ترمپ، له خپلو نورو سیالانو څخه په نیو همپشر ایالات کې ټاکني په اسانۍ سره وګټلې. د امریکا متحدو ایالاتو د ټاکنیز سیستم له مخې، لومړی د دې هیواد دوه لوی ګوندونه جمهوري غوښتونکې او دیموکراتان په خپل منځ کې ټاکنې کوي، څو د ولسمشري له پاره خپل د ګوند کاندي وټاکي.

د دیموکراتانو په منځ کې سناتور برني سندرس له ډیر توپیر سره له خپلې سیالي هیلري کلنتن څخه ټاکني وګټلې. د جمهوري غوښتونکو په ډله کې بیا دونالد ترمپ وتوانید چې له ټولو رايو څخه د ۳۳ سلنه په ترلاسه کولو سره له خپلو نورو سیالانو مخکې شي.

د جمهوري غوښتونکو په ډله کې په نیو هامپشر ایالت کې د دویم ځای پر سر سیالي ډیره نزدې وه. خو د هغه څه چې تمه یې کیده پر خلاف د اوهایو ګورنر جان کیسیش، تر ترمپ وروسته په دویم ځای کې راغلی دی.

تر دې مخکې سناتور تید کروز په ای وا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په منځ کې مخکښ وو او د دیموکراتانو په منځ کې بیا هیلري کلنتن له ډیر لږ توپیر سره له سناتور سندرس ټاکني ګټلي وې.

ترمپ تر خپلې بریا وروسته، وویل: «موږ به امریکا متحد ایالات یووار بیا تر ټولو ښه کړو.»

کله چې هیلري کلنتن د لومړي ځل له پاره په روانو ټاکنو کې ځان ونوموه نو داسې ویل کیدل چې هغه به په اسانۍ سره د خپل ګوند ټاکني وګټي خو داسې ښکاري چې سناتور سندرس ورځ تر بلې د دیموکراتانو په منځ کې خپل محبوبیت ډیروي. د نیو همپشر له ټاکنو وروسته ښايي کلنتن په نورو ایالتونو کې لا ډیر کار ته اړتیا ولري.