1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالنډ د پارلمان استازو په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر هرکلی کړی دﺉ

۱۳۹۰ دی ۲۴, شنبه

د افغانستان د جمهوري رياست له دفتر څخه په خپره شوې خبره پاڼه کي راغلي دي چې د هالنډ پارلمان استازو په قطر کي د طالبانو له پاره د سیاسي دفتر له جوړیدو سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

https://p.dw.com/p/13jaP
د هالنډ د پارلمان غړي
د هالنډ د پارلمان غړيانځور: AP

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي دي چي د هالنډ د پارلمان یو شمیر غړو د جمعې په ورځ «د جنورۍ د میاشتي ۱۳مه» په کابل کي له ولسمشر حامد کرزي، سره وکتل او په هغه هيواد کښي ئې د شوو پرمختګونو او پرتو ګواښونه جاج واخیست.

په کابل کي دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته په لېږل سوې وینا پاڼه کي راغلي دي چي حامد کرزي د هالنډ پارلمان له استازو سره په کتنه کي تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پوري د مسؤلیتونو د لېږد او په قطر کي د طالبانو له پاره د دفتر د پرانیستلو په اړه خبرې اتري وکړي.

په دې کتنه کي چي تیره ورځ له غرمې مخکي په ارګ کښي تر سره شوه، دواړو خواوو په کندوز ولایت کي د پولیسو د روزني او له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه هم نظرونه شریک کړل.

د هالنډ د پارلمان استازو ژمنه وکړه چي هېواد به ئې د پخوا په څېر په بېلابېلو برخو کې د افغانستان په بیارغونه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. د پارلمان استازو زیاته کړې ده چې هیواد به ئې له ۲۰۱۴م کال وروسته هم له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په وینا پاڼه کې دا هم راغلي دي چي په دغه کتنه کې ولسمشر د بیارغونې په برخه کې د هالنډ د حکومت او د خلکو له مرستو څخه مننه وکړه او د دوی له هغو ژمنو چي په راتلونکي کښي به خپلي همکاريو ته دوام ورکړي ستاینه وکړه.

همدا راز جمهور رئیس د امنیتي مسؤلیتونو د لېږد په اړه وویل چي موږ غواړو تر ۲۰۱۴م کال پورې ټول مسؤلیتونه له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته ولېږدول شي او پخپله د دې جوګه شي چې د ټولو امنیتي چارو مسؤلیتونه پر خپله غاړه واخلي.

دغه راز جمهور رئیس په قطر کې د طالبانو له پاره د دفتر د پرانیستلو په اړه وویل چې د افغانستان دولت په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره د دې دفتر له پرانیستلو سره موافقه کړې ده چي د دې لامل شي چې په افغانستان کې د امن د راتللو سبب شي.

د هالنډ پارلماني ډلي هم د دغه دفتر د پرانیستلو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د سولې هر راز خبرې اترې باید د افغانانو په مشري تر سره شي.

ولسمشر کرزي د هالنډ پارلمان د استازو ددغو څرګندونو ملاتړ وکړ او هغه ئې د افغانستان، د سیمې او نړۍ د ټولو سوله خوښونکو ملتونو په خیر وبللې.

دویچه ویله/ میرویس جلالزی
کتونکی: سید ریاض