1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هامبورګ کې د رد شوو مهاجرینو د ساتنې نوی مرکز پرانیستل شو

۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعه

د هامبورګ حکومت له رد شوو مهاجرینو غوښتي چې په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شي او د مخالفت په صورت کې به د دوی پر وړاندې له زور څخه کار واخیستل شي.

https://p.dw.com/p/2RXSD
Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/D.Maurer

د راتلونکې اونۍ وروسته به ټول رد شوي مهاجر د هامبورګ په هوايي ډګر کې دغه تازه جوړ شوي مرکز ته انتقال شي. په آلمان کې دا لمړی مرکز دی چې د رد شوو مهاجرینو لپاره جوړ شوی دی.

د هامبورګ د ځايي حکومت له شورا څخه برند کروزر ویلي دي چې دغه مرکز ته به هغه کسان انتقال شي چې په خپله خوښه غواړي خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي.

دغه مرکز ته د کورنیو او ماشومانو په ګډون ټول رد شوي کډوال انتقالیږي. په ۲۰۱۴م کال کې اروپايي محکمې عادي بندي خانو ته د رد شوو کسانو پر لیږد نیوکه کړې وه. دغه مرکز چې د هامبورګ په هوايي ډګر کې تازه رامنځ ته شوی، د ۲۰ کسانو د ساتلو ظرفیت لري.

د دغه مرکز خونې چې د هامبورګ په هلموت شمیت هوايي ډګر کې جوړ شوی، له کانتینر څخه جوړې شوې دي. د دغه مرکز پنځه خونې د آلمان شلزویک هولشتاین ایالت ته ځانګړې شوې دي. د دې مرکز هره خونه ۱۴ متر مربع مساحت لري او د ځان مینځلو انسانتیا هم لري. په دغه مرکز کې د ماشومانو لپاره د لوبې ځای او وسایل او همدا راز د انټرنټ اسانتیا هم په پام کې نیول شوې ده. د دې سربیره د کورنۍ له غړو او د وکیل سره د لیدو لپاره هم ځانګړې خونه لري.

د آلمان حکومت له هغو پناه غوښتونکو چې د محکمې لخوا یې دریم ځل هم د پناه غوښتنه رد شوي وي، غوښتي چې د یو اندازې مرستې ترلاسه کولو وروسته په خپله خوښه له آلمان څخه ووځي او خپل اصلي هیواد ته ستانه شي. اوس د هامبورګ ځايي حکومت اعلان کړی چې هغه رد شوي مهاجرین چې نه غواړي په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شي، دوی به د زور له لارې له آلمان څخه و ایستل شي.

د فرانکفورت په هوايي ډګر کې هم ورته مرکز شتون لري او مخکې له دې چې مهاجرین خپلو هیوادونو ته ولیږل شي، د یو لنډ وخت له پاره په دغه ځای کې ساتل کیږي.

دغه مرکز د مهاجرینو په اړه د آلمان د نوي قانون له امله چې د دې هیواد د سنا یا مشرانو جرګې لخوا طرح شوی، جوړ شوی دی. دغه مرکز ته د انتقال کیدونکو کسانو مهم شرط د محکمې حکم دی. په آلمان کې د مهاجرینو په هکله د نوي قانون په اساس، په دغه راز مرکزونو کې د رد شوو مهاجرینو د ساتنې موده څلور ورځې ټاکل شوې ده.غواړم په آلمان کې پاتې شم - باید څه وکړم؟

د پناه غوښتنې لپاره ۱۵ میاشتې وخت

په آلمان کې پناه غوښتنکي حق لري چې د ۱۵ میاشتو په اوږو کې یې دوسیې وڅیړل شي. د جمعې په ورځ د دوسلدروف د ښاري محکمې ادارې په دې هکله یو نوی حکم صادر کړ. دغې محکمې د دوو سوریایې پناه غوښتونکو د دوسیې په هکله حکم صادر کړ چې د دوسیو د څیړنې د ډیر وخت له امله یې شکایت درلود. دوی د ۲۰۱۴م کال د نومبر او د ۲۰۱۵م کال په اپریل میاشت کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د دوسلدورف ایالت د محکمې ۱۷مې خونې د پناه غوښتنې او مهاجرینو ادارې ته حکم کړی چې د درې میاشتو په ترڅ کې د دغو کسانو دوسیې وڅیړل شي او دوی ته دې د محکمې فیصله واورول شي چې په آلمان کې د پاتې کیدو فرصت لري او که نه.

دغې محکمې د مهاجرینو او پناه غوښتنو اداره تورنه کړې چې پرته له کوم خاص دلیل څخه دوی د دغو دوو کسانو دوسیې په وخت سره نه دي څیړلي.

محکمې همدا راز ویلي دي چې په آلمان کې د پناه غوښتونکو د کار د ډیروالي له امله د فدارلي ادارو سست کارونه نور د منلو وړ نه دي. د آلمان په دوسلدورف ایالت کې د دغې محکمې قاضیانو د اروپايي قوانینو په چوکاټ کې د پناه غوښنې د دوسیو د څیړنو لپاره ۱۵ میاشتې وخت تعین کړ.