1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هايتي د زلزله ځپلو خلکو سره کومکونه

۱۳۸۸ دی ۲۴, پنجشنبه

د امريکا په قاره کي پروت هيواد، هايتي کي تر يوې سختي زلزلي وروسته، د امريکاد متحده ايالاتو، ناروې او آيسلند څخه لومړنۍ مرستي دغه هيواد ته په رسيدو پيل کړی دی . د بې سرحد ډاکترانو سازمان خيمه يي کلينکونه جوړ کړي دي

https://p.dw.com/p/LVVb
انځور: AP

ددغه سازمان يو ډاکتر، شتيفانو زناني د هايتي د مصيبت ځپلو خلکو وضعيت داسي بيان کی :

«سړکونه د خلکو څخه ډک شوي دي، خلک نه پو هيږي چي چيري ولاړ سي . موږ تيره شپه لس خيمه يي کلينکونه جوړ کړل . وضعيت ډيرخراب دی . ټول بنسټيز تأسيسات ويجاړ شوي، او هيڅ فعاليت وجود نه لري .»

دهاييتي سره يو شمير نورو هيواونه هم مرستي شروع دي ،جهاني بانک کابو 70 مليون ايرو چمتو کړيدي . دا چي په دغه زلزله کي څومره کسان وژل شوي دي ، تراوسه پوري دقيق معلومات په لاس کي نسته، خو د هايتي جمهور رييس، ريني پريوال د 50000 خلکو د وژل کيدو خبره کوي ، او صدراعظم يې تر هغه لاهم لوړ بولي .

ژوندي پاته سوي کسان هڅه کوي، چي ترخرابو او ورانيو لاندي خپل خپلوان په خالي لاسو راوباسي . تخنيکي وسايل لا تراوسه وجود نه لري .

آژانسونه

کتونکی : محمد قاسم نوري