1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هاگ محکمې د کلونو راهيسي د ملاديچ انتظار کاوه

۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

د بوزنيا– صربستان پخوانی قومندان رادکو ملاديچ بايد د هاګ د جزأ په نړيواله محکمه کښي د نورو تر څنګ په سربرينتڅا کي د هغي عام وژني جواب ووايي، چي ۸۰۰۰ انسانان پکښي وژل سوي وه.

https://p.dw.com/p/11R7P
رادکو ملاديچ
رادکو ملاديچانځور: AP

دده د سپارلو فيصله د تيري جمعې په ورځ د بلګراد يوې محکمې وکړه. خو د ملاديچ وکيلان غواړي ددغي فيصلې په وړاندي اعتراض وکړي. د بلي خوا په خلګو کي هم دده د سپارلو سره مخالفت موجود دی. د هغو له پاره ملاديچ يو جنايتکار نه، بلکي قهرمان دی.

د صربستان د تندلاري ګوند په غوښتنه په بلګراد کښي د هغه هيواد د پارلمان د ودانۍ مخ ته څو زره خلګ راټول سوي ول، تر څو د رادکو ملاديچ د نيولو او سپارلو سره مخالفت وکړي.

د رادکو ملاديچ زوی، دارکو ملاديچ وايي چي « څوک چي وايي ملاديچ يوغچ اخيستونکی دی، هغه درواغ وايي. دی لکه د نورو ملتوغوندي د ملت يو مدافع او قهرمان دی. ده د نورو ملتو يا مذهبو پرضد مبارزه نده کړې، بلکي د خپل ملت د آزادۍ په خاطر يې کړې ده.»

خو د قربانيانو دپاره بيا خبره بل ډول ده. سومره شاخماروويچ په جنګ کښي خپل ميړه د لاسه ورکړی دی. د هغې مېړه د صبرنيتسا د هغو ۸۰۰۰ قربانيانو د جملې څخه يو تن دی چي د هاګ دمحکمې لوی څارنوال د هغه د وژلومسؤله رادکو ملاديچ بولي.

دا وايي « د هغه جنايت دپاره چي ملاديچ تر سره کړی، يوه مساعده جزأ نسته، که دی عمري ابد جزا هم وويني، نو دا څه مانا نه لري. هغه هيڅ مړی بيرته نسي راژوندی کولای. متأسفانه! هغه څه چي پيښ سوي دي سړی يې بيرته نسي راګرځولای، خو دا مهمه ده چي دی د محکمې په مخکښي راحاضر او د خپلو جنايتونو جواب ووايي.»

ليکن دا کار په هغه صورت کښي ممکنه کيدای سي چي رادکو ملاديچ په رښتيا سره هم د هاګ جزأيي محکمې ته وسپارل سي.

د صربستان يوې محکمې د تيري جمعې په ورځ هاګ ته دده دليږلو حکم وکړی. خو تمه کيږي چي دده مدافع وکيلان به دده د خراب صحي حالت په خاطر ددغه حکم پر ضد اقامهء دعوه وکړي.

په بلګراد کي د محاکمې او خپلو وکيلانو سره د خبرو پر وخت ملاديچ په تکرار سره ددې هيله وکړه ،چي يو وار لا د خپلي لور اَنا قبر وويني. انا په ۱۹۹۴کال کي پخپله ځان وژلی ؤ.

خو ددې کارعملي کيدل هم سخت ښکاري. ځکه چي دده تر نيولو وروسته په بلګراد کښي امنيتي حالت ډاډمن ندی.

يورگ/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل