1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات امنیتي مسؤليت افغانانو ته وسپارل سو

۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبه

افغانستان کي میشت د ناټو ځواکونو د پنج شنبي په ورځ د هرات د ښار امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل. دغه پروسه په داسي حال کي ترسره کیږي چي يو شمیر منتقدینو د امنیت د انتقال د پروسي سرعت تر نیوکو لاندي نیولی

https://p.dw.com/p/120vD
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: DW

د هرات ښار په راواني اونۍ کي څلورمه سیمه ده چي امنیتي مسؤلیتونه یي افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. دا په داسی حال کي ده چي ځیني منتقدین وایي د امنیت د انتقال بهیر د سیاسي ملحوظاتو پر اساس مخکي بیول کیږي او په دغه بهیر کي د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوي په پام کي نه نیول کیږي.

د مزارشریف د ښار امنیتي چاري به هم د راتلونکي شنبي په ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي خو پرون «چهارشنبه» په دغه ښار کي یو ځانمرګي برید تر سره شو چي په کي ډیري کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د هرات په ښار کي د امنیت د انتقال د بهیر د ناټو د ځواکونو په مرکز کي چي د هرات په ښار کي پروت دی، ولمانځل شو. په دغو مراسمو کي د افغانستان او ایتالیا د دفاع وزیرانو برخه اخیستی وه.

د هرات په ښار کي ایتالیا د نړیوالو هڅو مسؤل هیواد دی. اشرف غنی احمدزی افغانستان کی د امنیت د انتقال د پروسی مسؤل دی. هغه هرات کي د امنیت د انتقال د مراسمو پر مهال وویل چي افغانان نه غواړي په هیواد کي یي دوه ګوني امنیتی ځواکونه شتون ولري. د اشرف غنی په وینا اوس افغان ملی اردو، ملی پولیس او استخباراتي ځواکونه دي ته چمتو دي چي د خپل هیواد امنیت ټینګ کړي.

افغان امنیتی ځواکونو ته د امنیت د انتقال لړۍ په داسي حال کي پیل شوي چی افغان چارواکي او نړیواله ټولنه په دي هڅي کي دي چي له طالبانو سره د سولي خبري اتري وکړي او د افغانستان لس کلني جګړي ته یو د سیاسی پای تکي کیږدي.

په همدي حال کي افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال د پرسي سرعت د کارپوهانو لخوا تر نیوکو لاندي راغلی. دغه کارپوهان وایي چي افغان ځواکونه لا دي ته چمتو نه دي چي په یواځي توب سره د هیواد امنیتي چاري په لاس کي ونیسي.

د هرات څخه د افغانستان په پارلمان کي استازی، احمد بهزاد، وایي که څه هم د هرات ښار نسبتا آرامه ده خو د دغه ښار په شاوخوا کي امنیت ډیر ښه نه دي او د پیښو د رامنځ ته کیدو امکانات په کي لیدل کیږي.

د بهزاد په وینا که څه هم د یوي مودي څخه را په دي خوا بهرني امنیتي ځواکونه د هرات په ښار کي نه لیدل کیږي، خو لا اوس هم دغه ځواکونه د بهرنیو ځواکونو هوایي حمایت پوري تړلي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل