1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات تياتر ۹۰ کلن سو

شريف شرفيار/ هرات۱۳۹۱ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د هرات تیاتر د۹۰ یمې کلیزې په ویاړ په لومړي ځل پر ستيج باندي په ژوندۍ بڼه يوه ډرامه تمثيل کړه. د مسئولانو په خبره تر دې وروسته به دوی هروخت پر ستيج باندي ډرامې تمثيلوي.

https://p.dw.com/p/17UvV
انځور: IRNA

په هرات کي په ژوندۍ بڼه د ډرامې تمثلولو ته په لسونو فرهنګیان، مامورين او د تياتر مينه وال ورغلي ول.

د دغه تياتر يوازينۍ ښځينه لوبغاړې ۲۱ کلني افسانې صالحي، دویچه ویله ته وویل، چي د کار فضا یې ډيره مناسبه او همکاران يې دوستانه سلوک ورسره کوی؛ خو دا چي دا يوازينۍ ښځينه لوبغاړې ده دغه کار يې بيا ځوروي:

«زموږ په اداري تشکیل کې بل هیڅ ښځينه ماموره نشته لکه نا کله يو ډول فکر راسره پيدا شي او بل دا چي یو شمیر خلک چي لاهم افراطی نظریات لري، یا نالوستي دي، پردغه شان ښځو بد گومان کوي. خو ماته بې تفاوته ده زه خپل کار ته دوام ورکوم.»

دې له خپل مسلک سره د میني په ټینګار وویل: «زه به په تیاتر کې کار ته دوام ورکړم، په خطرونو یې پوهیږم، مګر مبارزه کوم حتې د مرګ تر حده، تر څو د خپلو ځورېدلو خویندو پیغام او ځورونکي انځور خلکو ته وښیم.»

د تياتر په دغه غونډه کي يوې تنې گډونوالي گل افروز نورزايي، چي د تياتر په برخه کي يې په ايران کي زده کړي کړي دي له دويچه ويله سره په خبرو کي د هرات تياتر لوبغاړي وستايل او ستونزي يې هم په گوته کړې.

هغې وويل: «د هرات تياتر د ستیج په امکاناتو او د ډاریکترۍ یا د ډرامې په مدیریت کې ستونزي لري.» ګل افروز د هرات د تیاتر تاریخ ته په کتو سره وویل: «ویاړم چي د هرات تیاتر۹۰ کلن شوو خو له بده مرغه چه لایې هم ګامونونه او کارونه ماشومانه دي او د ځوانۍ مرحلې ته نه دی رسېدلی.»

د هرات د تیاتر ادارې مدیر فریدون فکوري، د دغو نیوکو په تائید وویل، چي امکانات یې محدود دي او لوبغاړي يې لږ دي. ده وویل: «د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت اړونده ادارې ته مو څو واري خپلي ستونزي رسولي دي خو له بده مرغه د دې پر ځای چي مشکلات مو راحل کړي د ادارې۱۷ کسیز تشکیل یې۷ تنو ته را کښته کړ.»

د هغه په خبره په تشکيل کي يوه ښځينه لوبغاړې شته خو د ځوانانو د ميني په اساس۴۰ تنه افتخاري کار ورسره کوي، چي۱۵تنې یې مېرمني او نجوني دي.

فکوري د تياتر په ۷ سیمه يیزو او نړیوالو سیالیو کې د خپلو کارکونکو ګډون یوه لويه بریا وګڼله او ویویل، چي پر هندوستان، پاکستان او مرکز کابل سربیره یې د ایران په اسلامی جمهوریت کې بریالۍ ډارمې اجراکړې دي.

د هغه په خبره تردې وروسته به د ستيج پر مخ په ژوندۍ بڼه ډرامې وړاندي کوي. خو په خبره يې چي په ټول ولايت کي د ډرامو له پاره يو مناسب تالار نشته.

د يادولو وړ ده چي د هرات د تیاتر بنسټ په ۱۳۰۱هجري کال کي د عبدالواحید بهره په نوم د یوه افغان هنرپال له خوا کښېښوول شو، چي د پخواني او نوي ښونیز سیستم سرلیک یې لاره. ويل کيږي چي په دې اساس تر ډرامې وروسته ډيرو خلکو خپل اولادونه ښونځيو ته ولېږل او د وخت د پاچا له خوا په ستاینلیک ونازول شو.