د هرات د سیمنټو فابریکه فعالیږي
چارواکي د هرات د سیمنټو فابریکي د فعالولو له پاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د لیوالتیا خبر ورکړی. ټاکل شوی ده چې د دغې نا بشپړې شوې لویې اقتصادي پروژې کارونه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې پیل شي.
د سمنټو د تولید دغه فابریکه د هرات ښار په سویل لویدیځ ۳۰ کیلومترۍ کې د زندجان په ولسوالۍ کې موقعیت لري / عکاس او لیکوال: شعیب تنها شکران
د دغې پروژې تړون د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۵۵ ه ش کال د هغه وخت د چکسواکیا له حکومت سره لاسلیک شوی وو، خو د نظام له بدلیدو او جګړو د پيل له امله یې کارونه ناتمامه پاتې شول.
د چارواکو په خبره د دغې فابریکې د کار تر بشپړیدو وروسته به هر ورځ ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولید او د وخت په تیریدو سره به یې تولیدات دوه برابره زیات شي.
د چارواکو په خبره د دغې پروژې د بیا رغونې د چارو ۴۹ سلنه مصارف د چک جمهوریت دوه خصوصي شرکتونه په غاړه اخلي او پاتې ۵۱ سلنه برخه یې د افغان پانګوالو له خوا تمویلیږي.
په سوداګریزو چارو کې د ولسمشر سلاکار سیروس علاف، وای چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به له کورني او بهرني پانګوالو سره د دغې پروژې د تفاهمنامې مواد نهایې او وروسته تر هغې به یې کار پیل شي.
د دغې پروژې د بیارغونې د کارونو د چټکتیا په موخه د مدیریت، حقوقي مسایلو او تخنیک په برخو کې دری ځانګړي کمیسونونه تشکیل شوي دي.
چارواکي وایې چې د دغې پروژې تر بشپړیدو وروسته به تر ۲۵۰۰ تنو په مستقیم او تر ۳۰ زرو پورې نور کسان په غیر مستقیم ډول کار پیدا کړي.
د هرات والي محمد آصف رحیمي دغه پروژه د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا له پاره اغیزمنه ووبلله او ویې ویل چې افغانستان د ګاونډیو له پاره یو ښه بازار دی. هغه زیاته کړه چې یوازې له ایران څخه په کال کې له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰۰ ټنه پورې سیمنټ د هرات بازار ته داخلیږي.
د هرات والي د ګاونډیانو له خوا د دغې پروژۍ د بشپړیدو د مخنيوي احتمال ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې ښه مدیریت او د سیمنټو کیفیت ته پاملرنه کولی شي ښه او سالم رقابت ته لاره هواره کړي.
د هرات د معادن او پطرولیم ریاست سرپرست محمد نبي زکا، وویل چې د تیرو دریو لسیزو جګړو او مسئولینو د کم توجهۍ له امله د دغې کارخانې ټول تجهیزات غلا شوي دي.
د هرات او سیدونکي د دغې پروژې پیلدو ته ډیر خوشحاله دي او وایې چې له دې لارې په په زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي چې دا کار د سولې د تامین په برخه کې هم اغیزمن ثابتیدلی شي.