1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د شیدایی مهاجرکمپ ستونزي

۱۳۹۰ مهر ۲۲, جمعه

د شیدایی په مهاجر کمپ هغه کورنې اوسیږې چی د تیرو شلو کلونو د جګړو او طبعې پيښو له امله زیانمن شوې دي او د هیواد د شمالې ولایتونو څخه په دې کمپ کی راټول شوی دي چی د دغو کډوالو شمیر 5000 تنو ته رسیږی.

https://p.dw.com/p/12roq
د شیدایی مهاجر کمپ اوسیدونکېانځور: AP

د هرات ولایت په شیدایی مهاجر کمپ کي میشت کورنې د بیلابیلو ورځنیو ستونزو څخه په شکایت دویچه ویله المان غږ راډيو ته وویل چی په دې ورستیو کي د حکومت او مرستندویه موسیسو ورسره هیڅ ډول کومک نه دی کړی

د دې کمپ اوسیدونکې وایی چی د دوې په سیمو کی اوس هم ټوپکسالاران په قدرت کی دي او د دوی په ځمکو او جایدادونو یی قبضه کړیده، نو له دې امله دوی اړونده ولایتونو ته له ستنیدو ډه ډه کوی.

شیدایی مهاجرکمپ د هرات ښار په ختیځ لس کلومترې کي پرته یوه سوځنده بدیا ده چه په ژمي کي یخ کنګل او په اوړي کي سوځنده بادونه لري. د استوګنو سرپناه یی خټينې کوډلۍ او خیمې دي، چې دغه بې وزله خلک د لمر د وړانګو څخه ژغوري خو د یخنۍ مخه نه شي نیولای.

د یاد کمپ د هر یو استوګن سره چی به د المان غږ راډیو خبریال خبری کولې تر بل به یی زیاتې ستونزې، او دردونکۍ داستان بیاناوه.

هر طرفته پښې ابله ماشومان ښکاریدل چی درنو درنو کارونو ته به یی لکه د یو لوی انسان اوږه ورکړی وه. کونډو او تیمانو به چی هر سړې لیده نو خیرات به یی ترې غوښتلو.

په دې کمپ کی د ناروغانو لپاره ځانګړی کلینک نشته او د کمپ اوسیدونکې د سوون د توکو د نشتوالې له امله د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي .

د هرات ولایت د مهاجرینو د چارو رییس حمیدالله خطیبي وایی چی دغه کسان ډیر بی وزله دي او تر اوسه مرسته ورسره نه ده شوی.

« هیڅ ډول کومک د شیدایی، مسلخ او منارونو کډوالو سره نده شوی. زمونږ په اداره کي د دا ډول کډوالو سره د مرستې لپاره مواد او بودیجه نه لرو. د کډوالو د نړیوال مرستندویه ټولنۍ په ګډون بل هیڅ خیریه مو سیسې هم د دوی سره مرسته نه ده کړې.
په داسی حال کی چه په ریښتیا سره هم دا خلک بیوزله دي. هرهغي اداري ته چه مونږ د دوی شکایت رسولې دی مونږ ته یی په ځواب کی ویلې دي چی د کورنیو کډوالو سره د مرستی پلان نه لرې»

ښاغلې خطیبې وویل: په هرات کي میشت کډوال کورنې ګډوال دي او دا ډول کسانو لپاره حکومت د مرستې ځانګړی پروګرام نلری، خو په دې سربیره هم د دوی ستونزو ته په کتلو سره دا د خپلې اداری اخلاقي دنده ګڼې.

نوموړې زیاته کړه چی مونږ مرکزي اداره په جریان کی اچولې دی او هیله ده چې د ژمی تر را رسیدو دمخه به د دوی سره مرسته و شی.
شریف شرفیار/ مزارشریف
کتونکې/شمس الرحمان ناصر