1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د پوهنتون په سلگونو محصيلينو و ټولگيو ته د نه تلو اعتصاب پېل کړی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

دهرات پوهنتون د انجنیرۍ څانګې محصلینو د شنبې په ورځ ټولګینوته د نه تلواعتصاب پیل کړی. دغو محصيلينو په درېيمه ورځ هم خپلو سوله ایزه مظاهرو ته دوام ورکړی دی. محصيلين د پوهنتون پر مسؤلينو د ناوړه کړو وړو تور لگوي.

https://p.dw.com/p/11Bx6
د هرات پوهنتون د تکنيک پوهنځۍ
د هرات پوهنتون د تکنيک پوهنځۍانځور: Hoshang Hashemi

د هرات پوهنتون د انجينرۍ څانگې محصلين چه له شنبی راهیسی یې ټولګیو ته د نه تلو اعتصاب کړی دی. د پوهنتون په مسولینو مرګ ویلو سره د ځان په وړاندی د بی عدالتی تورونه لګوی. د دغو محصيلينو څخه يو وايي:


«لکه څنګه چه تاسو ته ښکاره ده د انجنیرۍ د څانګی محصلین روحی، روانی شکنجه لاندی دی. نه په پټه بلکی په ښکاره ډول یی طالبانی سیستم رامنځه ته کړی وهل ډبول کوی. دا کارونه د مسولینو له خوا کیږی د محصلینو حوسله نوره ختمه شوه سوله ایزه لاریون ته اړ شوي يو.»

لاریون کوونکو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره د اړونده ادارې مسؤلینو توجه غوښتی وه. د ستونزو د نه حل په صورت کی یی وویل ټولګی ته نځي او لاریون به جاری وساتی.

د هرات د پوهنتون رئیس میر بارز حسینی که څه هم د دوی ځینی غوښتنی ناسمی وګڼلی خو په دی سربیره یی هم وویل شکایت به یی واوریدل شی:

«کوم سلوک چه دیننه اداره کی روان دی څوپلامی د دوی استادانو سره غونډی لرلی د حل لاری چاری می ورته ښودلی دی. که اړینه وی مدیریت کی به یی هم د ضرفیت د اوچتوالی په غرض تغیرات راشی هڅه کوؤ چه پوهنځی غوره کیفیت ولری.»

په ولایتی شوراکی د هرات د خلکو یوه استازی سید وحید قتالی هم د محصلینو ستونزی تایید کړي. نوموړي وویل څو پلا د دوی اداری ته په شکایت ورغلی خو مر بوطه اداره یی دوی سره په بیغوری ګرمه وبلله.

دهرات پوهنتون د انجیری څانګه ۵۰۰ محصلین لری، لاریون کونکویی ادعا لرله چه د اداری له خوا تر اوسه ۱۰ تنه دناڅرګند دلیل په وجه له فاکلتی ښکل شوی دی. خو مسؤلين دغه ادعا نه منی او وایی چي ښایی ځینی محصلین د شخصی ستونزو په اساس وتلی وی خو ترکومه ځایه چه تازه شکایات شوي د حل ژمنه یی کوی.

شريف شرفيار / هرات
کتونکی: احمدولي اڅکزی