1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات په نښته کې دوه کسان ووژل شول

۱۳۹۰ آبان ۱۲, پنجشنبه

افغان چارواکي وایي چې نن «پنج شنبه» د افغانستان په وخت شاوخوا لس بجې د هرات ولایت هوايي ډګر ته نږدې دوه ځانمرګی بریدونه تر سره شول. د برید وروسته په سیمه کې وسله واله جګړه پیل شوه چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/134I0
د هرات ولایت په ننۍ پیښه کې دوه کسان وژل شوي
د هرات ولایت په ننۍ پیښه کې دوه کسان وژل شويانځور: dapd

د هرات ولایت په ننې نښته کې د یوې لوجیستیکي کمپنۍ دوه ساتونکې وژل شوي. دغه کمپنۍ د ایساف ځواکونو لپاره کار کوي. نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دوه ځانمرګو بریدونو وروسته درې وسلوالو یاغیان دغه لوجیستیکي شرکت ته ورننوتل.

د هرات ولایت د پولیسو یو چارواکی، دلاور شاه دلاور، وایې چې په برید کې پنځه کسان ښکیل ول:

«په برید کې پنځه کسان ښکیل ول. د هغوی څخه دوه کسانو خپل ځانونه د شرکت د دروازې په مخه کې وچاول او درې نور یې یاد شرکت ته ننوتل. دغه درې کسان هم د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.»

دلاور وایې چې نښته اوس پای ته رسیدلې. د هغه په وینا په پيښه کې د شرکت دوه ساتونکې هم وژل شوی دي.
د ناټو د ځواکونو یوه ویاند هم د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په عملیاتو کې یې د افغان ځواکونو څخه هوایې ملاتړ کړی دی.
که څه هم د پولیسو یوه ویاند ویلي دې چې برید کوونکي د بهرني ځواکونو لخوا وژل شوي خو د ناټو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

پیښه د هرات ولایت هوایي ډګر ته نږدي د افغانستان په وخت شاوخوا لس بجې لامنځ ته شوي.

یوه عیني شاهد د نوم د نه بربنډیدو په شرط د فرانسي خبري اژانس ته ویلي دي چې وروسته تر هغې چې دوه وسلوال کسان بهرنیو ځواکونو پورې تړلي دغه دفتر ته ور ننوتل هغه یو شمیر ټپې کسان په سیمه کې لیدلي دي. خو چارواکو تر اوسه د یوه کس د ټپي کیدو پخلی کړی دی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم