1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات ځانمرگي بريد ۳۰ تنو ته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چي ددغه ولايت د گذرې ولسوالۍ ودانۍ مخ ته په دوه غبرگو ځانمرگو بریدونو کي ۱۰ تنه وژل شوي دي او تر ۲۰ زیاته نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/14a3R
انځور: picture alliance/ZUMA Press

په هرات کي د دویچه ویله خبریالان شريف شرفيار او هوشنگ هاشمي په وينا برید کوونکي دوه تنه ول چې چاودیدونکي توکې ئې په یوه موَټر کي ځای پر ځای کړي ول.

«ځانمرگي برید کوونکو د ولسوالۍ ودانۍ دروازې مخ ته دغه چاودنه ترسره کړې ده.»

د هرات د پولیسو قوماندان سید آقا ثاقب، د وینا له مخي د لومړنیو معلوماتو پر اساس لس تنه وژل شوي دي او تر۲۰ تنو زیات ټپیان دي. په وژل شوو کسانو کې درې تنه امنیتي سرتیري دي او پاته نور ملکي کسان دي.

د گذرې ولسوالۍ د پولیسو مشر سید نصیر احمد پوپل چې د برید پر وخت د ولسوالۍ په ودانۍ کې وو ویلي دي: «کله چې ځانمرگي برید کوونکو هڅه وکړه چې د ودانۍ انگړ ته ورننوځي، د پولیسو له خوا ودرول شول، خو هغوی د دروازې مخي ته خپل چاودیدونکي توکي وچول.»

د هرات ځایي چارواکو ویلي دي چې دغو ځانمرگي بریدکوونکو غوښتل چې پر بهرنیو ځواکونو برید تر سره کړي. گذره ولسوالي د هرات د هوایي ډگر پرلاره پرته ده، چې د بهرنیو ځواکونو یوه پوځي اډه هم شتون لري.

د دویچه ویله د ځایي خبریال په وینا ښایې چې په دغه پیښه کې د ملکي کسانو مرگ ژوبله تر دې هم لوړه شي، ځکه چې دغه چاودنه د سهار پر ۹ بجو رامنځ ته شوې ده او په دغه وخت کې ډیری خلک د خپلو کارونو د خلاصولو له پاره د ولسوالۍ د ودانۍ مخي ته راټول وي.

د پیښي ځای ته څیرمه د یوه روغتون چارواکي د دویچه ویله خبریال ته ویلي دي چې په پیښه کي تر۴۰ زیات ټپيان روغتون ته د درملنۍ له پاره ور وړل شوي دي.

د گذرې ولسوالۍ امنیتي مسئولیت په دې وروستيو کي افغان ځواکونو ته وسپارل شو، خو اوس هم امریکایي او ایټالیايي سرتیري د ولایتي بیا رغاوني په چوکاټ کې په دندو بوخت دي.هغوی په گذره ولسوالي کي د هرات هوایي ډگر ته څیرمه میشت دي.

عارف فرهمند/سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل