1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هر اروپايي او غېر اروپايي کنټرول به وکړو»

ريګرټ بېرنډ۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي په دې تړاو تفاهم رامنځ ته سو. وزيران غواړي چي د اتحاديې پر بهرنيو پولو د تلونکو راتلونکو معلومات ثبتول ژر تر ژره پېل کړي.

https://p.dw.com/p/1H9vE
انځور: Fotolia/Philippe Devanne

په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو زيات تفاهم درلود. دغه تفاهم د وزيرانو د غونډي د پېل څخه تر آخر پوري ليدل کېدلای سوای. ګډون کوونکو وزيرانو د فرانسې د کورنيو چارو د وزير بېرنارد کازنوف سره د پاريس د پيښو په تړاو خپله خواښيني او غمشريکي وکړه.

د اروپايي اتحاديې وزيرانو هوډ کړی ؤ چي نه یوازي به د بروکسل په دغه غونډه کي مشورې کوي، بلکه د «اسلامي دولت» په نوم د ترهګرې ډلې او د هغې له کبله و اروپا ته د پيښو ګواښونو پر ضد به عملي اقدامات هم کوي.

فرانسوي وزير کازنوف و غونډي ته وويل: «موږ بايد تر پخوا ژر غبرګون وښيو. اروپا بايد په حقيقت کي هر هغه څه وکړي چي په مرسته يې د ترهګرۍ مخنيوی وکولای سي.» خو د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس او د لُکسمبورګ د کورنيو چارو وزير اېتين شنايډر وويل: «اوزارونه په اصل کي تر مخه لا موجوده دي، موږ بايد هغوی په حقيقي او قاطع توګه په کار واچوو.» فرانسې د پنشجنبې په ورځ په خپل هيواد کي اضطراري حالت غځولی او امنيتي قوانين يې لا سخت کړي ول.

د اروپايي اتحاديې هر تابعيت لرونکی به هم پلټل کيږي

شنايډر وويل چي د SIS په نوم د سيسټم څخه تر اوسه هغسي کار نه اخيستل کيږي لکه چي ورته اړتيا سته. دغه سيسټم چي ورته د «د شينګن د معلوماتو دويم سيسټم» هم ويل کيږي، پکښي د اروپايي اتحاديې د ۲۶ هيوادونو له خوا بايد د مشکوکه او مطلوبو کسانو معلومات ثبت سي. دغه سيسټم ته ۲۶ واړه هيوادونه لاس رسی لري خو داسي بريښي چي تر اوسه صرف ۶ هيوادونه په دوامداره توګه پکښي معلومات ثبتوي.

شنايډر زياته کړه چي د معلوماتو د ثبتولو دغه نيمګړتيا به ډېر ژر ليري کړل سي او ټول اړونده هيوادونه به په دغه سيسټم کي معلومات ثبتول پېل کړي. د نوموړي په وينا ۲۶ واړو هيوادونو د پاريس د بريدونو وروسته په دې تړاو ژمني کړي دي.

د بروکسل د غونډي ګډون کوونکو وزيرانو پر دې توافق وکړ چي د شينګن ساحې پر بهرنيو پولو به کنټرول سخت کړل سي. دغه سخت کنټرول به نه يوازي د غېر اروپايي بلکه د اروپايي اتباعو له پاره هم وي. دا د هغه وروسته چي اټکل کيږي چي د پاريس ترهګربريد کوونکي په خپلو اروپايي پاسپورټونو سره د یو اروپايي هيواد څخه و بل ته په آسانۍ اوښتي ول. بېله دې چي دغو ترهګرو ته د امنيتي ادارو پام واوړي، ولي چي د سفر په تړاو يې معلومات نه ول ارزول سوي.د شينګن په تړون کي تغير

Frankreich Grenzkontrolle nach Terroranschlägen in Paris
انځور: Reuters/E. Gaillard

د فرانسې د کورنيو چارو وزير کازنوف وويل: «موږ لاس تر زنې په انتظار نه سو کښېنستلای چي بله غميزه رامنځ ته سي.» د اروپايي اتحاديې پر بهرنيو پولو به د وزيرانو د پلان له مخي د هر تلونکي راتلونکي کس اسناد کتل کيږي. دا په داسي حال کي چي پخوا به صرف د تصادف د پرنسيپ له مخي د مسافرو اسناد پلټل کېدل.

خو د اروپايي اتحاديې پر بهرنيو پولو د هر اروپايي د اسنادو پلټل د شينګن د اوسني تړون له مخي جواز نه لري. له همدې کبله بايد اول په دغه تړون کي بدلون راوستل سي. که څه چي په پاريس کي د شارلي ابدو پر دفتر د بريد وروسته هم په دغه تړون کي د بدلون خبري سوي وې، خو عملي جامه يې په تن نه سوه. د دې واري د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ په دې تړاو همږغي او تفاهم زيات دی او اټکل کيږي چي ډېر ژره به په تړون کي دغه بدلون رامنځ ته کړل سي. د دغه بدلون له پاره حتمي ده چي ټول غړي هيوادونه دغه بدلون ومني.

د بروکسل په دغه غونډه کي د کورنيو چارو وزيرانو پر دې ټينګار وکړ چي د شينګن تړون له مخي به د غړو هيوادونو پر خپلمنځيو پولو د دې وروسته هم پر تګ راتګ کنټرول نه وي. خو فرانسې ويلي چي في الحاله به پر خپلو پولو کنټرول ته ادامه ورکړي.

د دې تر څنګ په پام کي نيول سوې چي د دې وروسته به د اروپايي اتحاديې دننه او بهر ته الوتونکي هر مسافر معلومات تر یو کال پوري ثبت ساتل کيږي. خو په دې تړاو بايد د اروپايي اتحاديې د شورا غړي رايي واچوي.