د هسپانيې لومړی وزير افغانستان ته ورسید
۱۳۹۱ دی ۲, شنبهاعلان
د هسپانیې صدراعظم ماریانو راجوي، افغانستان ته تللی دی او له ولسمشر حامد کرزي سره ګوري. د دې تر څنګ هغه کریسمس يا عيسوي اختر له خپلو عسکرو سره لمانځي. د دغه هیواد د دفاع وزیر پیدرو مونیریس، هم په دغه سفر کي د ماریانو راجوی سره ملګری دی. د «ایل پایس» په نامه هسپانوۍ ورځپاڼه رپوټ ورکوي چي په افغانستان کي د هسپانوي سرتیرو تعداد ۵۲۱ کسانو ته رسیږي. ویل کیږي چي د هسپانیې صدراعظم به لومړی په کابل کي له خپلو سرتیرو سره وګوري او وروسته به په هرات کي له خپل یوه لوژستیکي مرکز څخه لیدنه وکړي.