1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانیې حکومت د بانکیا نومي بانک کنترول پر غاړه اخلي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14sjC

د هسپانیې حکومت غواړي چې د بانکیا په نامه د یوه لوی بانک کنترول پخپله غاړه واخلي. دا بانک له بحران سره مخامخ دئ. د دغه هیواد د اقتصادي چارو وزیر لویس دي ګیوندوس، ویلي دي چې په بانکیا پورې نور ډېر کوچني بانکونه هم تړلي دي چې اوس به هغوی ټول ۱۰۰ سلنه دولتي سي. په دې ډول به دولت د بانکیا پر سرمایې باندې خپل تسلط ولري. دغه بانک د کریدت په ورکولو کې د هسپانیا په مالي سکتور کې تل ستونزې رامنځ ته کړې دي. د هسپانیې حکومت غواړي چې د جمعې په ورځ د بانکونو د اصلاحاتو په اړه خپل هغه پلان معرفي کړي چې د هغه پر اساس غواړي د مالي انستیتوتونو ستونزې تر خپل کنترول لاندې راولي.