1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانیې د پارلمان له لوري د یوه فلسطیني دولت د رسمیت پیژندلوغوښتنه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۸, چهارشنبه

د هسپانیې د پارلمان غړو کابو د رایو په اتفاق سره پریکړه وکړه تر څو د یوه فلسطیني دولت د رسیمت پیژندلو له پاره پر خپل حکومت فشار راوړي. دغه غیر الزامي پریکړه د بیت المقدس په یوې کنیسه باندې د خونړۍ حملې وروسته وشوه.

https://p.dw.com/p/1DpeB
انځور: Reuters/S. Vera

د هسپانیې د پارلمان ۳۱۹ غړو د هغه یوې قانوني مسودې په پلویتوب رایه وکړه چې د دغه هیواد د حکومت له مشر ماریانو رخوي څخه غواړي تر څو فلسطین د یوه دولت په توگه په رسیمت وپیژني. دوو غړو د دغې مسودې په مخالفت رایه ورکړه. په دغه طرحه کې ویل شوي دي: «د دغه کړکیچ یوازینې حل د دوو دولتونو، اسرائيل او فلسطین، همزیستي ده.»

د هسپانیې د حکومت د مشر رخوي، محافظه پاله گوند اکثریت غړي له دغې مسودې څخه پلوي کوي، خو هغوی دغه هدف ته یو شرط ایښی دی. هغه دا چې د دواړو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو پروسه په لومړي سر کې د سولې او امنیت ضمانت وکړي.

اروپایي هیوادونه فلسطین په رسمیت پیژني

د هسپانیې پارلمان همداشان له حکومت څخه وغوښتل چې پر اروپایي ټولنه فشار راوړي تر څو فلسطین په رسمیت وپيژني. سویډن د اروپا د اتحادېې لومړی لویدیځ غړی هیواد دی چې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په پای کې يی فلسطین په رسمیت وپیژند. د دې په غبرگون کې اسرائیلو له ستوکهلم څخه خپل سفیر بیرته راوغوښت.

تیره میاشت د بریتانیې او ایرلنډ په پارلمانونو کې هم دغسې رایې چې الزامي بڼه نه لري وکارول شوې او فرانسې د پارلمان غړي به د نومبر میاشتې پر ۲۸ نېټه په دې هکله خپلې رایې ورکړي.

پولنډ، هنگري او سلواکیا مخکې له دې چې د اروپایي ټولنې غړي شي فلسطین په رسمیت پیژندلی دی. اوسمهال فلسطین د نړۍ له ۱۳۰ هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی دی.

د تاوتریخوالي لمن پراخیدل

د سه شنبې په ورځ د هسپانیې د پارلمان رایه اچونه، په بیت المقدس کې د یهودانو پر کنیسه باندې د دوو فلسطینیانو له برید څخه وروسته تر سره شوه. دواړو فلسطینیانو په یوه عبادت ځای کې له چړو، تبر او تفنگچې څخه کار اخیستی وو چې په پایله کې یې څلور تنه ووژل شول. یوه پولیس بیا وروسته په روغتون کې د ورپيښو ټپونو له امله سا ورکړه. خو دغه رایې اچونه له برید څخه تر مخه پلان شوې وه.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل گارسیا مارگالو، د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د دغې رایې اچونه تر مخه ویلي وو: «دغه رایې اچونه کومه الزامي بڼه نه لري، رسمیت پيژندلو له پاره کومه نېټه نه ټاکي. بلکې حکومت ته دا مجال ورکوي چې په مناسبه موقعه کې د رسمیت پیژندلو پروسه مخکې بوځي.»

هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي وو که چیرې موږ غواړو چې اغیزمن شو، دغه ډول رسمیت پیژندل باید له اروپایي ټولنې سره په همغږۍ تر سره شي.