1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند دمارجې د ولسوالۍ څخه خلګ په تيښته کي دي

۱۳۸۸ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

د آلمان د خبري آژانس dpa د خبرله مخې، د افغانستان له جنوبي ولايت او د طالبانوداصلي مرکزهلمند څخه، د افغاني او ناټو ځواکونو د يوې پراخه پوځي حملې د خبر په اورېدلو سره، په سوونو کليوال له خپلو سيمو څخه په تېښته دي

https://p.dw.com/p/Lwn1
انځور: AP

ناټواو افغان پوځي افسران له څو اونيو راهيسي دا خبري کوي، چې د هلمند ولايت په يوې اولسوالۍ کې به غټ پوځي عمليات سر ته رسيږي. د مشترک په نامه يادشوي دا عمليات به، د اوريدو له مخي، له 2001 ميلادي کال راهيسي، يعنی کله چې طالبان بې واکه شوي او بهرني ځواکونه افغانستان ته ورغلي دي، تر ټولو لوی عمليات وي .

برطانوي پوځ اعلان کړی، چې په دغو عملياتو کې به ټول 15000 تنه افغان پوليس، پوځيان او دناټوعسکر برخه اخلي . د ناټووياند Eric Tremblay پرې ورزياته کړې، چې هدف له سيمې څخه د طالبانو ايستل او بيرته حکومت منځ ته راوستل دي .

طالبان د ولايت په نورو برخو کې هم فعاليت کوي، چيري چې تېر کال د دوی، امريکايي او انگريزي عسکرو تر کت سختي نښتي رواني وې . خو د مرجې اولسوالي، کومه چې د نشه يي توکو د راکړي ورکړي اصلي مرکز دی، يواځينۍ سيمه ده، چې په بشپړه توگه سره د طالبانو تر ولکې لاندي ده .

د ناټود بمباريو له وېري څخه، کومو چې مخکې له دې نه هم گڼ شمېر ملکي کسان له منځه وړيدي، د مرجې په سلهاوو اوسېدونکي په تېښته کي دي . خپل د وړلو څېزونه لکه پيسې او ګاڼې ورسره اخلي، کورونه، څاروي او نوره شتمني ځای پرځای پرېږدي.

د مرجې د اولسوالۍ يو هستوگن حاجي زمان، څوک چې اوس د ولايت په مرکز لشکرگاه کې له خپلې کورنۍ سره اوسيږي، څرگندوي چې: زه د خپلي کورنۍ له 14 تنو سره يوه مياشت مخکې له مرجې څخه راغلی يم، ځکه چې څو اونۍ مخکې مو له دې عملياتو څخه آورېدل . زما يو زيات شمېر تربرونه او نور خپلوان تر اوسه پوري په مرجه کې پاته دي . ډير کسان غواړي چې وتښتي، خو يا د کډي کولو وس نه لري او يا نه غواړي خپل هر څه شا ته پرېږدي .

د لشکرگاه يوه بل اوسېدونکي عبدالولي په ډاگه کړې، چې د ولايت مرکز اوس گڼ شمېر کورنيو ته د تېښتي ځای کرزېدلی. په زرگونو کسان راغلي دي او په زرهاوو نور له مرجې څخه لشکرگاه ته را روان دي.

خو د هلمند د والي وياند داود احمدي ويلي دي، چې د اندېښنې وړ بيروبار نسته. له نورو ځايونو څخه د راغلو 200 کورنيو په تناسب سره، هسې90 کورنۍ يا 500 تنه له مرجې څخه تېره مياشت لشکرگاه ته ورغلي دي.

احمدي وړاندي په ډاگه کړې، ولايت 15000 کسانو ته د هستوگنځيو او خوراک بندوبست کړی دی . له مرجې څخه يوه بل کس، چې خپل نوم يې هسې خان ښودلی، په ډاگه کړې، چې طالبانو په مرجه کې مورچلي جوړولې او وسلې يې ورته راوړلې . خان، څوک چې له مرجې څخه د جمعې په ورځ له خپل بال بچ سره يو ځای په پښو لشکرگاه ته راغلی دی، دا هم زياتوي، چې له ځينو کليو نه طالبانو څوک تگ ته نه پرېښول.

د ده له قوله، طالبانو اعلان کړی، چې په پوره شمېر او اندازه سره وسلې او جبه خانه لري، کولی شي له اولسوالۍ نه پوره دفاع وکوي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي څرگنده کړې، بنسټ پال اسلامي جنگيالي د سيمې دفاع ته پوره چمتو دي . د ده له قوله د ناټوعمليات لا مخکې پيل شوي، خو په زرگونو امريکايي عکسر پر دې نه دي توانېدلي، د ښار شااوخوا لارو پر سر د خښ شوو بمونو له کبله سيمي ته ورننوزي.

د ملکي تلفاتو د مخنيوي په خاطر، کوم چې مخکې د افغانستان او نړيوالو ځواکونو تر کت د لانجې سبب شوي وو، ناټو له الوتکو څخه خبرپاڼې تيت کړې او خلک يې له خپلو راتلونکو عملياتو څخه خبر کړيدي . ځايي خلک دا هم وايي، چې د هلمند والي د راديو له لارې دخلکو څخه غوښتي، چې د طالبانو له مورچلو څخه ليري ولاړ شي.

خو دې مخکې له مخکې خبرتيا طالبانو ته هم دا چانس ورکړی، چې د مرجې د ښار او خپلو موضعگانو شااو خوا زيات بمونه خښ کړي، کوم څه چې د طالبانو په زړه پورې تکتيک جوړوي او تېر کال يې په افغانستان کې دناټو له وژل شوو سرتېرو څخه زيات شمېر له منځه وړيدي.

له کوم وخت راپديخوا چې د امريکې په متحده ايالتونو کې اولسمشر بارک اوباما د چارو واگې په لاس کې اخيستي دي، مشترک تر ټولو لوی کچي پوځي عمليات شمېرل کيږي . اوباما افغانستان ته د 30000 اضافي امريکايي سرتېرو د استولو اجازه هم ورکړې، تر څو په نوموړي هېواد کې د 8 کلني جگړې مسير بدل کړي . همدا شان په اوړي کې د 7000 اضافي ناټو عسکرو د ورتگ اټکل کيږي، دا دواړه شميرې سربېره پر افغانستان کې موجودو 113000 بهرنيو عسکرو راځي.

د راتلونکو پوځي عملياتو قومانده به له افغاني ځواکونو سره وي، کوم څه چې، په پنځو راتلونکو کالونو کې له ناټو څخه د افغانستان امنيت پرغاړه اخيستونکو افغاني ځواکونو، لومړۍ آزموينه گڼل کيږي.

لويديزو هېوادونو په دې وروستيو کې دا روغه جوړه سره کړې ده، چې د 2011 ميلادي کال د اکتوبر تر مياشتې پوري به د افغان پوليسو او پوځيانو شمېر 3 لکو تنو ته جگوي، مگر د افغان امنيتي ځواکونو د کمو تنخواوو او نورو ستونځو په نظر کې نيولو سره، دې موخې ته رسېدل ممکن نه ښکاري.

افغان مشر حامد کرزي د مونشن د ښار نړيوال امنيتي کانفرانس ته د يکشنبې په ورځ وويل، چې حکومت يې په نظر کې لري نظامي مکلفيت منځ ته راولي، تر څو د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په پوره اندازه سره ځواک په لاس کې ولري.

Dpa / عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري