1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند د مرکزي زندان ودانۍ جوړه سوه

۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبه

تر دې وړاندي دهلمند په مركزي زندان كي بنديان له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان ول، زندانيان ددې ودانۍ په جوړيدو سره خوښ ښكاري خو وايي چي دقضا په برخه كي يې بې شميره ستونزي ګاللي دي.

https://p.dw.com/p/11cF8
د هلمند د مرکزي زندان نوې ودانۍ
د هلمند د مرکزي زندان نوې ودانۍانځور: DW

ددې ودانۍ د سپارلو دمراسمو پرمهال دزندانونو عمومي مشر ډګروال اميرمحمد جمشيد، وويل چي د دغه ودانۍ په 12 بلاکونو کي144 خوني او نور ټول ملحقات ځای پر ځای سوي دي.

جمشيد، وايي د زندان دغه نوې ودانۍ د برتانيې هيواد له خوا د درينيم ميليونه امريكايي ډالرو په مالي لګښت د ټولو اسانتياوو په درلودلو سره په نړيوال معيار جوړه سوې ده.

هغه وايي په دغه ودانۍ كي كه څه هم د زندانيانو د خپلوانو له پاره كتنځايونه ،د تفريح او زده كړي ځايونه او نوري اسانتياوي سته خو غوښته كوي چي د ښځو او ماشومانو له پاره دي دې ته ورته نوري اسانتياوي برابري كړای سي.

زندانيان وايي په جوړه سوې ودانۍ كي پوره اسانتياوي او د زده كړو زمينه ورته برابره سوې ده. خو تر ټولو لويه ستونزه د هر بندي له پاره د قضا په برخه كي ده، چي دوسيې يې پرخپل وخت نه كتل كيزي.

په همدې زندان كي ددين محمد په نوم زنداني المان ږغ راډيو ته وويل چي څلوركاله وړاندي، ددرو كيلو ترياكو په تورنيول سوى او لس كاله يې د بند موده ټاكل سوې ده.

د هلمند په مركزي زندان كي د شپږو ښځو په ګډون 830 تنه زندانيان شپې او ورځي تيروي.