1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هلمند ناوه ولسوالي طالبانو نیولې ده»

۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبه

د راپورونو له مخي د هلمند ولايت ناوه ولسوالي د دوشنبې په سهار وسله والو طالبانو نيولې ده. دا څلورمه وسلوالي ده چي په هلمند کي په بشپړه توگه د افغان حکومت د مخالفانو په کنترول کي راځي.

https://p.dw.com/p/2QpAm
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د جرمني خبري آژانس ليکلي چي د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ يوه مامور د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي دي چي ياده ولسوالي د دوشنبې ورځي په سهار وختي وسله والو طالبانو نيولې ده.

هغه ويلي دي چي تيره شپه ناوخته پر دغي ولسوالۍ باندي يرغل پيل سو او سهار وختي د ولسوالۍ مرکز سقوط وکړ.

ويل کيږي چي د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ او بازار وسله والو طالبانو نیولي دي.

د هغه په خبره د ولسوالۍ امنيه قوماندان احمدشاه سلیم، هم په دغه جگړه کي وژل سوی دئ. ناوه ولسوالي د هلمند ولايت مرکز لښکرگاه ښار ته نژدې پرته ده.

وسله وال طالبان له څو مياشتو راهيسي کوښښ کوي چي د دغه ولايت ډېري سيمي تر خپل کنترول لاندي راولي. د افغان حکومت وسله وال مخالفان تر اوسه پوري توانېدلي دي چي د دغه ولايت له ۱۴ ولسواليو څخه پر پنځو باندي بشپړ کنترول ولري او د ۶ ولسواليو ځيني برخي ئې نيولي دي.

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالي د سقوط خبر له هغو خبرونو سره يو ځای خپريږي چي ويل کيږي په کندز ښار کي دننه هم د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواک ترمنځ جگړه روانه ده.

د کندز ولايت د امنيتي چارواکو په خبره د دوشنبې په شپه ناوخته وسله والو طالبانو پر کندز ښار باندي له څلورو اړخونو يرغل پيل کړی او اوس د ښار په دريمه ناحيه کي جگړه روانه ده.

نور مطالب