1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند ولايت د ولايتي شورا ټاکنو ته لنډه کتنه

۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د هلمندولايت چه اوس مهال د مركزي احصائي پربنياد د721000تنونفوسودرلونكي دي ددغه ولايت دمركزلښكرګاه په شمول له 13ولسواليوڅخه 54كسانوځانونه ولايتي شورا 15څوكيولپاره كانديد كړي دي...

https://p.dw.com/p/J3rE
په هلمند کي بريتانوي ځواکونه د عملياتو پر مهال
په هلمند کي بريتانوي ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

هلمند ولايت ولايتي شوراته كانديد يوهم علاوالدين سلطاني دي .علاوالدين سلطاني چه دټلفون پركرښه دهلمند ولايت دمركزلښكرګاه ولايتي شوراته دځوانانومستقل اولومړني كانديد ځان بولي وائ چه دځوانانوپه هڅواواند راولاړسوي يم اوغواړم چه دځوانانودحقه حقوقوڅخه دفاع وكړم .دناخوالواواداري فساديه وړاندي مبارزه وكړم اوځوانانوته دكاراووزګارزميني برابري كړم.

داچه هلمندولايت كښي ځوانان اوس مهال له كوموچالشونواوستونزوسره لاس اوګريوان دي دهلمند ولايت دځوانانوپه استازي توب ولايتي شوراته كانديد سلطاني وائ چه .بي كاري اوبي وزګاري ځوانان دنشه ائ توكيواستعمال ته ورهڅوي دده په ويناچه دي ولايت كښي دنشه ائ توكيوكركيله ډيره ده نوكه دولايتي شورا وكيل سوم په لومړي قدم كښي به دنشه ائ توكيوپه وړاندي مبارزه پيل كړم ترڅوموځوانان دټولني داوږوبارنسي.

همدارنګه دهلمندولايت دمحمودطرزي دكلتوري ټولني استازي عبدالستارستوري هم دټلفون پركرښه زياتوي چه په رشتياهم دتاريخ په اوږدوكي دځوانانوله وجودڅخه ډيركله ناوړي استفادي سويدي . ځوانان دپيسوپه مقابل كښي رانيول سوي اوديوبل چاپه ګټه په تاوده سنګركښي جنګيدلي اوځانونه ئ له مينځه وړي .چه دځوانانوپه استازي توب دځوانانودمنتخبووكيلانوڅخه كه په ولايتي شورا كه په پارلمان اوكه په نوروداډول جرګوكښي ګډون لري هيله څرګندوترڅوځوانانوته دتعليم اوروزني زميني برابري كړي اودځوانانوپرمخ پرتي ستونزي له مينځه يوسي.

ديادوني وړده هلمندولايت چه اوس مهال دمركزي احصائي پربنياد د721000تنونفوسودرلونكي دي ددغه ولايت دمركزلښكرګاه په شمول له 13ولسواليوڅخه 54كسانوځانونه ولايتي شورا 15څوكيولپاره كانديدكړيدي چه په 54كسانوكښي 7تني ښځي تشكيلوي چه ددغه ولايت دولايتي شوراد۴څوكيولپاره كانديدان سوي اوددغه ولايت دانتخاباتي حوزي دمسؤل انجنيرعبدالهادي په وينا چه دكانديدانوترمينځ هسي چه ښائ سيالي ندي رواني .

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل