1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند ولایت مرکزلشکرګاه

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د افغانستان د ځینو برخو د امنيتی چارو د سپارلو لړي به د جولای د میاشتی په لومړی نیټی پیل شي.

https://p.dw.com/p/11myb
د لشکرګاه ښار
د لشکرګاه ښارانځور: DW

په هغو اوو سیمو کی چی په لمړی مرحله کی به یی د امنیت مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه هم شامل ده. د هلمند ولایت تقریبا 865000 تنه نفوس لري چي د هغوي له جملي څخه شاوخوا 98000 تنه د دغه ولایت په مرکز لشکرګاه په ښار کی ژوند کوي. د احصایی د مرکزی دفتر د ارقامو پر اساس د دغه ولایت 9.2 سلنه خلک د بی وزلی د کرښی څخه ښکته ژوند تیروي.

هلمند د افغانستان یو له نا امنیو ډک ولایت دي. د دغه ولایت والی ګلاب منګل وایی چی د هلمند ولایت د دفاع لپاره یی پلان ترتیب کړي دي او د لشکرګاه د امنیت د خوندي ساتلو لپاره د پولیسو او ملی اردو ځواکونو پوره شمیر موجود دي.

منګل وایی چي د امنیت د بهیر د لا ښه والی لپاره یی د افغانستان د دولتي ارګانونو څخه د امنیتي ځواکونو د لا ډیرو تجهیزاتو غوښتنه کړي ده. خو هغه پدغه ولایت کی د ځواکونو شمیر په ګوته نه کړ او دا یی د نظامی راز د یوی برخي په توګه یاد کړ.

د هلمند د والی د وینا پر اساس د امنیت د انتقال تر پروسي وروسته ممکنه ده چی په دغه ښار بریدونه پلان شوی اوسي او یا هم مخالفین د سرک د غاړی د بمونو څخه کار واخلي خو د هغه په وینا د امنیتی ځواکونو له خو د لشکرګاه ښار د دفاع لپاره بشپړ تیاری نیول شوي.

د والي په وینا د امنیت د انتقال تر پروسی وروسته به د دغه ولایت په اقتصادی حالت او یا هم د بیا رغونی په پروژو کوم تاثیر ونلري خو یواځی د هلمند د پی آر ټی د فعالیت بڼه به تغیر ومومی او په لشکرګاه کی به د بیا رغونی او د مرستو لړی دوام ولري.