1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند په جگړه کې تر ۳۰۰ ډیر کسان وژل شوي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۸, یکشنبه

د هلمند په نښتو کې د یاغیانو په گډون تر ۳۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي. دغه جگړه له څو ورځو را په دې خوا په جریان کې ده چې په ترڅ کې یې طالب یاغیانو د هلمند ولایت پر څلورو ولسوالیو باندې بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CSGS
انځور: picture-alliance/dpa

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، ویلي دي: «د ښځو او ماشومانو په گډون ۵۰ تنه ملکي وگړي، ۳۲ تنه امنیتي ځواکونه د هلمند په جگړه تر اوسه پورې وژل شوي دي. پر دې سربیره ۳۲۰۰ کورنۍ هم د جگړې له کبله له خپلو کورونو څخه تښتیدلي دي.»

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، وویل چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۵۰ تنه یاغیان هم وژل شوي دي. په عین حال کې ځواک هم روښانه کړې ده چې دغه عملیات په بریالۍ توگه روان دي.

په هلمند ولایت کې هغه وخت جگړه پیل شوه چې ویل کیږي له ۱۰۰۰ څخه ډیر شمیر یاغیانو د دې ولایت پر نوزاد، سنگین، کجکي او موسی قلعه ولسوالیو باندې بریدونه وکړ.

له بلې خوا د دې ولایت روغتیایي چارواکو هم ویلي دي چې تر اوسه پورې د هلمند په نښتو کې ۳۰۰ کسان ټپي شوي هم دي چې اوس د دې ولایت د مرکز لشکرگاه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر دې مخکې به ډیر وخت طالبانو د سړک د غاړې بمونه ځای پر ځای کول، او په وړوکو گروپونو کې به یې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کول خو ویل کیږي چې اوس دغه ډله په لویو گروپونو کې بریدونه کوي.

پلان شوې ده چې د روان کال په پای کې ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. یو شمیر افغان او بهرني کارپوهان په دې اړه چې افغان ځواکونه دې وشي کولای په یوازیتوب د خپل هیواد امنیت ټینگ کړي، شک لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب