1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند په څلورو ولسواليو کي سخته جگړه روانه ده

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د هلمند ولايت چارواکو ویلي دي چې له پنځو ورځو راهیسې شاوخوا ۸۰۰ طالبان په دغه ولايت کې د دولتي ځواکونو پر ضد جگړه پیل کړې ده، څو يو شمیر سیمي په خپل کنترول کې راولي. په دې جگړه کې تر اوسه پوري۴۰ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CPod
انځور: Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې جگړه کې شاوخوا ۱۰۰ تنه طالبان هم وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس په افغانستان کې د امنیتي ستونزو ترڅنگ یو سیاسي کړکېچ هم رامنځ ته شوی دی چې د دغه هیواد ولسمشریزي ټاکنې یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په وروستیو نښتو کې ۸۰۰ یاغیان ښکیل دي چې خپل بریدونه یې پر سنگین ولسوالۍ باندي متمرکز کړې دي. امریکایي ځواکونه تیره میاشت له دغي ولسوالۍ څخه ووتل او امنیتي چارې یې په خپله افغانانو ته وسپارلې.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «شاوخوا ۸۰۰ یاغیانو د سه شنبې په شپه د هلمند ولایت پر څلورو ولسوالیو باندي بریدونه وکړل.» هغه زیاته کړې ده: «تر اوسه پوري په نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ افغان امنیتي ځواکونه او ۴۰ ملکي وگړي وژل شوي دي.»

د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې په کابل کې یوه دولتي چارواکي په برید کې د ۸۰۰ تنو یاغیانو د ښکیلتیا خبره تائید کړې ده. د ځواک په خبره یاغیانو د هلمند ولایت پر سنگین، نوزاد، کجکي او مسی قلعه ولسوالیو باندي بریدونه کړي دي. له دې سیمې څخه شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ د ناامنیو له کبله تیښتې ته اړ شوي دي.

په داسې حال کې چې ناټو د روان کال تر پایه پوري په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي، ډیر افغانان او نړیوال څارونکي د یاغیانو له بیا واک ته رسیدو ویره لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ دا خبره منلې ده چې په هلمند ولایت کې د یاغیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جگړه روانه ده، خو ټینگار یې کړی دی چې یاغیان د ماتي په حال کي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خو یو لوی برید ترسره شوی دی. موږ په تیرو ورځو کې د دښمن د ډیرو بریدونو رپوټونه لرو.»

صدیقي د سه شنبې په ورځ وویل: «موږ په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونه تقویه کوو، او تر اوسه پوري مو کومه اساسي ساحه له لاسه نه ده ورکړې. تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۰ طالب یاغیان وژل شوي دي.»

بریښنا قطعه شوې ده

سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې طالبانو د پولیسو پر پوستو باندي د شپې له خوا بریدونه ترسره کړي دي. هغوی زیاته کړې ده چې د کجکي له بند څخه د کندهار او هلمند ښارونو ته د بریښنا استول بند شوي دي.

د سنگین ولسوالۍ یو سیمه ییز مشر حاجي اختر محمد، وویل چې یاغیانو په سیمه کې د سړک د غاړي ماینونه ځای پر ځای کړي دي، څو د افغان امنیتي ځواکونو کاروانونه په نخښه کړي. هغه زیاته کړه چې سیمه ییز اوسیدونکي د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.