1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان دسفارت سره د يوې چاودني له کبله ډير کسان مړه او ټپيان دي

۱۳۸۸ مهر ۱۶, پنجشنبه

نن سهار د اته نيمو بجو په شاوخوا کښي په كابل کښي د هندوستان دسفارت تر څنګ او كورنيو چارووزارت ته په لنډ واټن كې يوه زوروره چاودنه وسول، چه له امله يې څه ناڅه 100 تنه ټپيان او ووژل سول

https://p.dw.com/p/K296
د هندوستان دسفارت سره چاودنه
د هندوستان دسفارت سره چاودنهانځور: AP

د كابل د روغتونونو د چارواكو په وينا 12 تنه وژل سوي او 83 ټپيان روغتونونو ته وړل سوي دي چه د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ بلل سويدی .

دغه چاودنه دومره زوروره وه چې د هندوستان سفارت د ودانۍ ختيزه برخه يې زيانمنه كړيده او سفارت ته څيرمه د قرطاسيه پلورني د يوه لوى ماركيټ دوکانونه يې کاملأ نړولي ، او د شاوخوا دوکانو او ودانيو ښيښې يې ماتي كړيدي .

كله چې د چاودني ساحې ته ورغلم د يو سوځيدلي موټر يوازي اوسپنې پرتې وې . د سيمي د ترافيكو د يوه پوليس په وينا نوموړى موټر سرف ډوله ؤ ، چې د كابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د چارواكو په وينا په نوموړي موټر کښي چاوديدونكي مواد ځاى پرځاى سوي وه، او د يو ځان وژونكي لخوا د هندوستان سفارت تر څنګ وچاودل .

په داسي حال کښي چه امنيتي چارواكي د مرګ ژوبلي اندازه کښته ښيي خوعيني شاهدان وايي چه تر چاودنی وروسته شاوخوا ګڼ شمير مړي او ټپيان پراته وه .

د چاودنې په ساحه کښي يو تن عيني شاهد دويچه ويلې ته وويل چه : سره لدې چې دولتي امبولانسونو مړي او ټپيان يې روغتونونو ته انتقالول، ده هم پخپل شخصي موټر كې څو تنه ټپيان روغتون ته يوړول .

د پيښې يو بل تن عيني شاهد خپل د سترګو ليدلى حال يې بيان كړ او وې ويل چې : زيات شمير مړي او ټپيان يې ليدلي چه د سړك پرمخ پراته وه .

اطفائي د 3ګړيو دپاره له سړك څخه د وينو په پريوللو اخته وه . دغه زړه بوږنونكي پيښه په داسي يوه سيمه كې تر سره شوې ،چې له څلوروخواوو څخه د پوليسو لخوا كلابنده سوې او د كورنيو چارود وزارت واټ د دوه و كلو راهيسي د عام ترافيك پر مخ تړل سوى دی . په خاص ډول تر هغه وروسته چه تير كال په همدې سيمه کښي همداسي يوه زوروره چاودنه وسول .

دغه سړک کاملأ د ترافيكو پرمخ تړل سوى ؤ .دا چه څرنګه ځان وژونكى وکولای سول خپل دچاوديدونكي موادو څخه ډك موټر د هندوستان سفارت ته ورسوي، امنيتي چارواكو لا څه ندي ويلي .

انور برى پال/

کتونکي : محمد قاسم نوري