1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کي سخت رقابت

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

څوک چې تر ټولو مخکې بېړه کوي، هغه بايللې ده ...

https://p.dw.com/p/Hch1
دهندوستان د پارلماني انتخاباتو دپاره خلګ په انتخاباتي حوضو کښي قطار ولاړ دي
دهندوستان د پارلماني انتخاباتو دپاره خلګ په انتخاباتي حوضو کښي قطار ولاړ ديانځور: AP

زموږ له هندي څانگې څخه پريا ايسل بورن Priya Esselborn په خپل يوه راليږلي رپوټ کې ليکي، څوک چې تر ټولو مخکې بېړه کوي، هغه بايللې ده . په دې جمله سره سړی کولی شي د هندي گوندونو ستراتيژي لوبې تشريح کړي، کومې چې د انتخاباتو د نتايجو اټکل ناممکن کوي . هم هغه په وروستيو د 2004 ميلادي کال په ټاکنو کې، د لومړي وزير من موهن سنگ گوند وکولای شوای چې د يو شمېر نورو گوندونو په ملگرتيا سره حکومت جوړ او سره له هغه پر چپيانو باندې متکي وو. نږدې وو چې په ائتلافي حکومت کې د هند او امريکې د اټومي معاملو موضوع د سنگ اداره ړنگه کړي . اوس د کانگرس او د هغه د ملگري گوند BJP تر څنگ يوه بله دريمه جبهه هم جوړه شوې ده . د دې آزادي ټلوالې په ډله کې، چېري چې سيمه ايز مخور او نامتو کسان راټول شوي، يوه هم د هندوستان د گڼ نفوسه ايالت اوتار پرديش لومړۍ وزيره ماياواټي Mayawati ده، څوک چې له خپل نامتو گوند BSP سره په ملي سطح د واکمنۍ ادعا کوي . دا له زيات قدرت څخه برخمنه ده . د دې 53 کلنې جرارې مېرمنې ماياواټي په باب ډېري زياتي ليکنې کيږي . دا له دې کبله هم، چې نوموړې له ډالتو يا جوټه پوړ(قشر) څخه راځي . او هم دا چې هر څه په ډاگه او سپين وايي .

ماياواټي څرگندوي، «په اوتارپرديش کې زما حکومت چا ته د قانون ماتولو اجازه نه ورکوي . ما ته دا توپير نه سته چې که څوک د گاندي له کورنۍ څخه وي، د کوم مهاراجا زوی وي او يا د بل کوم مخور او بانفوذه کس .»

د لومړي وزارت څوکۍ ته پر ماياوټي برسېره د اندهرا پرديش Andhra Pradesh د ايالت پخواني لومړي وزير جيالاليتها Jayalalithaa او هم د تميل نادو Tamil Nadu د ايالت پخواني لومړي وزير کانديد دي . اوس يوه څلورمه جبهه هم راپورته شوې ده . په دې ډله کې د زيات اهميت وړ او خطرناک رقيب د هندوستان د اورگاډو موجوده وزير لالو پرساد ياديو Lalu Prasad Yadav له خپل راشتريا جنتا ډال Rashtriya Janata Dal گوند سره دئ . په تېر نوومبر کې د بمبې پر ښار باندې له ترهگري گذارونو وروسته، په کوم کې چې له دريو ورځو پرله پسې نښتو او يرغمل نيولو سره 160 کسان له منځه ولاړل، د من موهن سنگ حکومت تر سخت فشار لاندې دئ . همدغه اوس د انتخاباتو په پړاو کې من موهن سنگ ښايي دې پوښتني ته ځواب ورکړي، چې څه کوتاهي ورڅخه شوې او که نه . د کانگرس گوندپه خپلو انتخاباتي مبارزوکي د ملي امنيت او له تروريزم سره مقابلې ته د لومړيتوب حق ورکړي دئ .

من موهن سنگ څرگندوي، « په هغه قدرت او زور سره چې زما حکومتي ټلوالې د ممبۍ بحران تر قابو لاندي راوستلی، نوآيا کوم مخالف گوند که پر واک باندی وای، دا ډول بحران به يې په دغومره شدت تر کنترول لاندي راوستلی وای؟ »

ايسل بورن وړاندې کاږي، د مالي چارو کارپوه من موهن سنگ، چا ته چې زيادتره په تصادفې ډول سره دا مهمه دولتي دنده وررسېدلې، تر اوسه پورې د لومړي وزير په حيث اعتبار لري . د 2004 ميلادي کال د ټاکنو له گټنې وروسته، کله چې د مخکيني لومړي وزير راجيو گاندهي Rajiv Gandhi پر ميرمنې سونيا گاندهي Sonia Gandhi باندي د هغه د ايطاليايي توب له کبله د مخالفو اړخونو نيوکې راپورته شوې، نو دا هم د لومړي وزارت له څوکۍ څخه تېره شوه . سنگ د يوه صادق کارمند په توگه مشهور دئ، مگر لږ څه شرمناک او ډارن دئ، نسي کولی پر خپلو غوښتنو باندي ټينگار وکوي . د ده د حکومت په پنځو کالونو کې، پخواني د کورنيو چارو وزير او مخالف مشر لال کرشنا ادوانيLal Krishna Advani پر دې کمزورتيا باندې څوڅو ځله تېری کړی دئ . کرشنا وايي ،« له 1998 ميلادي کال څخه تر 2004 ميلادي کاله پوري شپږ کلنه دوره کې، کله چې د BJP ټلوالي حکومت کاوه، يو ښکاره سياست موجود وو. موږ په خپل ائتلاف کې نور گوندونه هم لرل . دا ناممکنه وه چې لومړي وزير به کوم وړانديز وکړ او د ټلوالې کوم گوند به د هغه په لاره کې خنډ اچاوه او يا به يې نه مانه .»

پريا /عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري