1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند ايالتي ټاکني او د فيلانو حجاب

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

د هند په اتر پرديش ايالت کي د ټاکنو د کمپاين په ترځ کي اوسنۍ ښځينه ايالتي وزيري او کانديدي ماياوتي يو لوی پارک جوړ کړی دئ او هلته ئې د لويو فيلانو مجسمې درولي دي.

https://p.dw.com/p/142FK
انځور: DW/Suhail Waheed

دغي وزيري د يوه سړک تر غاړه داسي یو باغ جوړ کړی دئ چي د فيلانو ۳۳ مجسمې پکښي ولاړي دي او په باغ کي بې له ساتونکو او کارکوونکو بل هيڅ څوک نه تر سترگو کيږي.

ددغه ايالت اوسېدونکي ځني خوشاله دي او هغې ته د يوې روحاني په سترگه گوري. ددغه باغ يوه ښځينه کارکوونکې وايي:

«دا د مياوتي مهرباني ده چي موږ ته ئې داسي ښکلی باغ جوړ کړ. مياوتي موږ ته کار راکړی دئ او د لکهنو خلکو د ژوند د لا ښه کولو له پاره ډيري هڅي کوي. دا د هغې تاريخي برياوي دي.»

لکهنو د هندي ايالت اترپرديش مرکزي ښار دئ او اوسنۍ ايالتي لومړۍ وزيري مياوتي ته د مينه والو له خوا د اتر پردېش د مور خطاب کيږي.

ددغه ايالت اوسېدونکي وايي چي په دې کي هيڅ شک نه لري چي مياوتي دي بيا لومړۍ وزيره نه سي.»

د يادولو وړ ده چي په دغه باغ کي د فيلانو پر مجسمو باندي لوی لوی ټوکران اچول سوي دي او هغه ئې پټي کړي دي. د هند د ټاکنو د ټاکنو د کمېسيون په فکر د فيلانو دغه مجسمې د دي سبب گرځېدلای سي چي رايه اچوونکي و مياوتي خپلي رايي ورکړي چي په دې توگه د ټاکنو پر آزادي سيالۍ اثر اچوي.

خو د اترپرديش لومړۍ وزير وايي چي دا ډول غوښتنه د پخوانيو وختونو د سياست او سياستوالو د کمپاين يوه برخه ده:

«موږ د لومړی ځل له پاره په اترپرديش کي يوازي حکومت کوو او موز ځان ته ډير عزت وگاټه. که موږ غواړو چي د هيواد په کچه برياوي ولرو نو بايد له دې ډول خنډونو سره مبارزه وکړو.»

مياوتي د هند د ذات پات او کاست د داليت، جت يا پاريا ډلي سره تړاو لري چي پخوا ورته د ناپاکه ذات خطاب هم کېدئ. د تبعيض د یو شمېر قوانينو پر شتون سربيره نن هم په هند کي دغه ذات د تبعيض او تعصب سره مخامخ کيږي او تر فشار لاندي راوستل کيږي.

د اترپرديش د لومړۍ وزيري مياوتي سياست د همدغو ډلو له پاره دئ. له هغه وروسته چي دغه مېرمن په ۲۰۰۷ ميلادي کال کي د ټاکنو گټونکې اعلان سوه او لومړۍ وزيره سوه نو په ټول اتر پردېش کي ئې پارکونه، موزيمونه او نور ښه تعميرونه جوړ کړل.

دې د داليت يا پاريا ذات د حوصلې د انځور په خاطر په ښار کي لويي لويي مجسمې جوړي کړې. خو دغه مجسمې نه يوازي چي د پخوانيو ملي شخصيتونو دي بلکي مياوتي د ځان مجسمې هم جوړي کړې چي د خپلو سياسي مخالفينو له سختو نيوکو سره مخامخ سوه.

دغه مخالفين وايي چي دا د پيسو ضياع او د مياوتي له خوا د تکبر معنا لري. سياسي مخالفين پر هغې د اداري فساد تورونه هم لگوي.

خو د اتر پرديش يو شمېر نور اوسيدونکي بيا وايي چي مياوتي د دوی له پاره ډير کار کړی دئ او د دوی ايالت ئې ښايسته کړی دئ. په اتر پرديش کي ۲۰۰ ميليونه انسانان ژوند کوي او د هند تر ټولو غريب ايالت دئ.

د مارچ پر دريمه نېټه په دغه ايالت کي ټاکني تر سره کيږي. دا چي دغه ټاکني به څوک وگټي څرگنده نه ده. يو شمير کسان دا پوښتنه هم کوي چي که مياوتي په ټاکنو کي بريالۍ نه سي نو د هغو مجسمو سره به څه چلند کيږي چي اوس په حجابونو کي پټي سوي دي.

ساندرا پيترسمان/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل