1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېم اېس کرشنا د خبرو لپاره کابل ته ورسېدی

۱۳۸۹ دی ۱۸, شنبه

د هند د بهرنیو چارو وزیر نن د یوه عالي رتبه هندي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېدی.

https://p.dw.com/p/Qp5f
د هند د بهرنيو چارو وزير اېم ايس کرشناانځور: UNI

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې دویچې ویلې ته وویل چې ام اس کریشنا به په کابل کې له خپل افغان سیال او یو شمیر نورو عالي رتبه افغان چارواکو سره او په قوي احتمال له ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري.

دسیاسې چارو شنونکې کابل ته دهندي وزیر سفرډیر مهم ارزوي. د سیاسي چارو مبصر او د کابل پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو د پوهنځي ښونکی فاروق بشر وایې هند ویره لري چې که طالبان د افغانستان په حکومت کې شریک شول نو ښایې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ زیات سي.

د نوموړې پر وینا په دې ورستیو کې د اسلام آباد، طالبانو او د کابل د حکومت تر منځ د خبرو آوازو زور اخیستی او دغه کار د نوې ډهلې انديښنه را پارولي ده.

بشر وایې چې نوی ډهلی اوس له طالبانوسره د افغان دولت د مشروطې موافقې ملاتړ کوي هغه دا چې طالبان به له افغان حکومت سره د یو ځای کیدو په صورت کې په سیمه کې د هند ګټو ته ځیان نه رسوي.

کابل ته د کرشنا سفر په داسي محال صورت مومې چې همدا اوس یوه افغان ډلګۍ په اسلام اباد کې ده تر څو له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د هغه ملک ملاتړ تر لاسه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون په نوې ډهلي کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت په اړه ورته انديښنې رسیدلي دي.

کرشنا په ډهلې کې د یوې خبري غونډي پر محال ویلې چې په کابل او د افغانستان په نورو یو شمیر سیمو کې یې ديپلوماتیک مرکزونه له پر لپسې خطر سره مخامخ دي.

هندي چارواکې په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ له زیاتیدو په ویره کې دي او برعکس پاکستان هم د کابل او نوې ډهلي تر منځ د اړیکو پياوړتیا په خپل زیان بولي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وایې چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ام اس کرشنا به په خپل دوه ورځني سفرکې له افغان چارواکو سره د طالبانو او افغان دولت د سولې پر بهیر اوپه دې برخه کې د پاکستان په رول هم وغږیږي.

هند په کابل کې په سفارت سربیره په جلال آباد، کندهار، مزارشریف او هرات کې کونسلګرۍ لري او پاکستان بیا په افغانستان کې د هند د کونسلګریو زیاتیدل د خپل ملي امنیت په زیان بولي.

د ۲۰۰۸ کال په جولاۍ میاشت کې په کابل کې د هند پر سفارت په حمله کې دوه هندي دیپلوماتان ووژل سول.

افغان او هندي چارواکو دغه برید د پاکستان میشتې لشکرطیبه ډلي کار وباله.

د یادولو وړ ده چې هند له افغانستان سره د مرستندویو هیوادونو په کتار کې مخکښ ځای لري او د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته یې تر یو ملیارد زیات ډالر د افغانستان د بیاودانولو په برخه کې لګولي دي.

دمګړۍ د هند شاوخوا څلور زره کارګر، انجینیران او د بریښنا د څانګې ماهرین د افغانستان دبیارغونې په بیلا بیلو پروژو کې په دندو بوخت دي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی