1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند د راتلونکي صدراعظم په مخکي ستر چلينجونه

عبدالباري حکيم/ سرينيواس۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۷, شنبه

نريندر مودي به د هند راتلونکی صدراعظم وي. په پارلماني ټاکنو کي د هغه گوند تاريخي برياليتوب ته ورسيد. خو کار پوهان په دي هکله موافق نظر لري چي د مودي په مشرتوب نوی حکومت به له ډيرو سترو چلينجونو سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/1C1eI
انځور: Reuters

په پارلماني ټاکنو کي تر ستري بريا لږ وروسته د هند د نشنلست گوند بې جي پي مشر، نريندر مودي په تويتر کي وليکل: «هند وگټله. ښې ورځي راتلونکي دي.» بې جي پي گوند د هند پارلمان له ۵۴۳ څوکيو څخه ۲۸۳ خپلي کړي دي او په دي سره يې مطلق اکثريت تر لاسه کړ.

دا د بې جي پي گوند په تاريخ کي بې ساری برياليتوب دی. په عين وخت کي اوسني واکمن «کانگرس گوند» تاريخي ماته وخوړله. دغه گوند له ۱۹۴۷ کال راهيسي کابو په هر حکومت کي شريک وو، خو اوس په پارلمان کي له ۱۶۳ څوکيو څخه يواځي ۴۳ څوکي ور پاته شوې.

په امريکا متحده ايالاتو کي د کارنيگي له بنسټ څخه د جنوبي اسيا د چارو کارپوه، ميلان وايش ناف وايي: «په يقين سره چي دا يوه تاريخي نتيجه ده چي د بهارتيا جنتا گوند لاس ته راوړه.» له ۱۹۸۴ کال راهيسي دا لومړی وار دی چي د هند يو گوند مطلق اکثريت لاسه ته راوړي او دا هم لومړی وار دی چي په هند کي به هغسي يو حکومت جوړيږي چي د کانگرس گوند به پکښې گډون نه لري.

ناڅاپي ستره حيرانتيا

دغي نيتجې ډير څارونکي حيران کړل. تر دې دمخه هغوی په دي باور ول چي بې جي پي (بهارتيا جنتا گوند) به مطلق اکثريت لاس ته نه را وړي او هرو مرو به د حکومت جوړولو له پاره د نورو سيمه ييزو گوندونو ملاتړ ته اړ شي. د کار پوهانو دليل دا وو چي د نړۍ په دغه ستره ديموکراسي کي له ۳۰ کلونو راهيسي هيڅکله بې له ائتلافه حکومت شوی نه دی.

پر هغو گوندونو باندي چي حساب کېدی د احتمالي ائتلافي حکومت په جوړولو کي نقش و لوبوي، په ټاکنو کي يې ماته وخوړه. د بيلگي په توگه د «عام آدمي گوند» چي د اختلاس پر ضد يې يوه پراخه مبارزه پيل کړې وه، په دې ټاکنو کي يې د ماتي يوه ډيره ترخه تجربه په نصيب شوه.

دغه گوند په نوي پارلمان کي يوازي څلور چوکۍ وگټلې. هغه وړاندويني چي په هند کي به تر پارلماني ټاکنو وروسته يو ټوټې ټوټې پارلمان حکومت وکي، صحيح نه وختلې.

ستري تمي

د ټاکنو څرگنده او ښکاره نتيجه د هند راتلونکي صدراعظم مودي، ته پياوړی صلاحيت ورکوي. په ټاکنيرو کمپاينونو کي بهارتيا جنتا گوند د اقتصادي برياليتوبونو وعدې ورکړي، هغه برياليتوبونه چي د گجرات ايالت د لومړي وزير په توگه مودي رښتيا هم تر لاسه کړي ول.

د مودي پلويانو هغه هر ځای انځور کړی دی
د مودي پلويانو هغه هر ځای انځور کړی دیانځور: Reuters

مودي ژمنه کړې ده چي په ميليونونو نوي کارونه به پيدا کړي او د پايښت لرونکي انفلاسيون پرضد به مبارزه وکي. بهارتيا جنتا گوند دا وعده هم ورکړې ده چي که چيري ټاکني وگټي نو د گجرات تجربه به په ټول هند کي تکرار کي. له امريکايي بنسټ څه، وايشناف وايي: «په داسي يوې ستري وعدې سره خلک اوس له مودي څخه ډيري تمي لري چي ژر تر ژره هغه پوره کړي.»

د بهارتيا جنتا گوند د مشر مودي تر برياليتوب وروسته همدا اوس په مالي بازارنو کي مثبت غبرگونونه له ورايه ښکاري. نه يوازي د هند د اسهامو په بازار کي مالي ارزښتونه لوړ شوي، بلکي د هند د رپيو ارزښت هم زيات شوی دی. پاڼگوال باور لري چي د مودي حکومت به په اقتصادي اصلاحاتو پيل وکړي او د يو ليبرال اقتصاد بهير به پر خوځښت راولي.

ستر چلينجونه

خو د « وودرو ويلسن» په مرکز کي د جنوبي آسيا کارپوه، ميشايل کوگلمن شک لري. د برياليتوب سره سره، به د بهارتيا جنتا گوند له پاره ډيره گرانه وي چي د هند پر سترو ستونزو باندي لاس برتوب پيدا کړي. هغه دويچه ويله ته وويل: «بهارتيا جنتا گوند په گجرات کي د سترو زيربنايي او پرمختياي پروژو له پلي کولو سره خلک حيران کړي دي. دغه گوند غواړي چي خپله دا تجربه په ټول هند کي پلي کړي. خو په کمزوري اقتصادي وضعيت سره به دا کار ډير ستونزمن وي.»

له دغه نظر سره سياسي څېړونکی وايشناف موافق دی: «که هيڅ ناممکنه نه وي، ډيره سخته به هرو مرو وي چي د مودي د گجرات تجربه په ټول هند کي پلې شي، ځکه نوي ډهلي پر خپلو فيدرالي ايالتونو باندي محدود واک لري. سر بيره پر دې پراخه بيروکراسي د دې هدف مخه نيسي. مودي د ايالتونو مرستي او ملاتړ ته اړيتا لري.»

نړيوالي اړيکي

د کار پوهانو په نظر د بهارتيا جنتا گوند د بهرني سياست پروگرام به تر زياتي کچي گاونډيو هيوادونو په خاصه توگه پاکستان او چين ته ځير وي. کار پوه کوگلمن وايي: «د مودي ستر هدف به دا وي چي دغه هيوادونه له هند سره اقتصادي همکاريو ته وهڅوي. مودي هيله لري چي له پاکستان سره يو اقتصادي تړون وکړي چي دواړه هيوادونه غوره اقتصادي شريکان وگرځوي.»

د کار پوه کوگلمن، په نظر، پر مستقيمو گاونډيانو سر بيره د هند نوی صدارعظم، مودي به له روسيې او جاپان سره هم خپلي اړيکي پراخي کړي. خو دغه کار پوه يادونه کوي چي له امريکا سره د مودي اړيکي چي تر دې مخکي ښيي نه وې، گومان نه کيږي چي ډيري ښې به شي.

څه موده دمخه واشنگتن مودي ته په دې دليل د سفر ويزه نه ورکړه چي هغه په ۲۰۰۲ کال کي د مسلمانانو ضد اله گولو کي لاس درلود. خو د اوباما حکومت په عين وخت کي داسي يو زيگنال هم ورکړی دی چي د مودي د برياليتوب په صورت کي، د هند له نوي حکومت سره به همکاري وکي.