1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند لومړي وزير د افغانستان پارلمان نوې ودانۍ پرانيستله

۱۳۹۴ دی ۴, جمعه

د هند لومړی وزير نريندرا مودي نن سهار کابل ته ورسېد او هلته ئې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د دواړو جرگو له مشرانو سره په گډه د افغانستان پارلمان نوې ودانۍ پرانيستله.

https://p.dw.com/p/1HTZi
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان پارلمان د نوي ودانۍ د جوړېدو چاري چي په ۲۰۰۷م کال کي د هند هيواد له خوا پيل سوې آټکل کېدی چي ۴۵ ميليونه ډالره به په مصرف سي، خو په ۲۰۰۸م کال کي ئې د جوړېدو برآورد تر ۱۰۰ ميليونو ډالرو واوښت.

د هند لومړی وزير نريندرا مودي چي مسکو ته تر دوه ورځني سفر وروسته نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۵مه) سهار وختي کابل ته ورسېد لومړی ئې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او وروسته ئې په گډه د افغانستان پارلماني د نوی ودانۍ پرانيستنه وکړه.

هندوستان تر اوسه پوري د افغانستان په بيا رغاونه کي نژدې دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده او د دغه هیواد د امنيتي ځواک په روزنه کي ئې هم ونډه اخيستې ده.

هند دغه راز د افغانستان هوايي ځواک ته د څلور جنگي څرخۍ الوتکو د ورکړي ځيگر ټکولی دئ. د راپورونو له مخي د دغو الوتکو يوه برخه افغانستان ته انتقال سوې هم ده. دا لومړی وار دئ چي هند يوه هيواد ته جنگي الوتکي ورکوي.

د افغانستان پارلمان دغه نوې ودانۍ بايد په ۲۰۱۱م کال لا پرانيستل سوې وای، خو د ځينو کارونو د نه بشپړېدو په خاطر ئې د پرانيستلو چاري درې واري وځنډلې.

د افغانستان پارلمان په نوې ودانۍ کي د ولسي جرگې له پاره ۲۹۴ چوکۍ او مشرانو جرگې له پاره ۱۹۰ چوکۍ جوړي سوي او پر نورو امکاناتو سربيره د کنفرانسونو يو سالون او نوري اداري خوني هم لري.

افغانستان ته د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د سفر په درشل کي هندي رسنيو د دغه هيواد د ديپلوماتانو په حواله لیکلي ول چي کابل ته د لومړي وزير د سفر پرمهال افغان چارواکي له هند څخه تمه لري چي له دوی سره د محربوي ټانکونو او ۱۲۰ ميلي متري توپونو مرسته وکړي او دغه راز د کابل په هوايي ډکر کي د شپږو ويجاړو Ан-32 اوکراينۍ الوتکو د ترميم لگښت پر غاړه واخلي.

ټاکل سوې ده چي نريندرا مودي به د افغانستان له مخکني ولسمشر حامد کرزي او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وويني.