1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند لومړی وزير سعودي عربستان ته تللی

۱۳۸۸ اسفند ۹, یکشنبه

وروسته له ۲۸ کلونو دا د هند د حکومت د يو مشر لومړنی سفر دی، چي سعودي عربستان ته يې کوي...

https://p.dw.com/p/MEMk
د هندوستان لومړی وزير من مو هن سنګانځور: UNI

له سعودي مشرانو سره د من موهن سنګ د خبراترو په اجنداء کي د تيلو واردات، د منځني ختيځ سوله او د د رديکال اسلامی ډلو موضوعات شامل دي.

سنګ پرون رياض ته ورسيد ، خو مخکي له دي چي سعودي عربستان کي په خپل سفر پيل وکړي د هغه هيواد له يوي ورځپاني، سعودي ګزيته سره په يوه مرکه کي وويل چي دي به د تروريزم پر ضد په مبارزه کي او د سيمه ايز امنيت د پياوړتيا لپاره له سعودي عربستان سره د همکاريو د پراخولو په لټه کي شي.

د هند لومړي وزير وويل: « زه او ملک عبدالله دواړه له دي سره ليوالتيا لرو چي په سيمه کي امن او ثبات ټينګ شي او مونږ دواړه د دي سرسخت مخالف يو چي د دين او مذهب په نامه بيګناه خلک ووژل شي».

په 1982 کال کي د هند د پخواني لومړي وزيري، ميرمن انديرا ګاندي له سفر څخه وورسته دا لومړي ځل دی چي د نوموړي هيواد د حکومت مشر له سعودي عربستان سره ګوري. د سعودي عربستان پادشاه ، ملک عبدالله، په 2006 کال چين ته له خپل سفر څخه وروسته هند ته هم لاړ او په خپلو اړيکو کي هغه يخ مات کړ چي په تيرو دوو لسيزو کي د هند له سيال هيواد پاکستان سره د نژدي اړيکو له امله رامنځ ته شوي ؤ. اوس چي د هند لومړي وزير رياض کي دی، له دي څرګنديږي چي دغه دواړه هيوادونه غواړي وروسته له دوو لسيزو خپلي اړيکي بيرته سره ښيي کړي.

دواړه خواووي د القاعدي د شبکي او نورو اسلامي زورپالو ډلو چي ريښي په افغانستان او پاکستان کي دي، انديښنه لري. سعودي عربستان په دغو دواړو هيوادونو کي له نفوذ څخه برخه من دی.

د ايران د هستوي پروګرام هلي ځلي هم د سعودي عربستان او هندلپاره د انديښني وړ بله موضوع ده، خو د هند لپاره د لږ زيات توپير سره ځکه دغه هيواد خپله په هستوي وسلو سبمال دی.

د هند لومړي وزير سعودي عر بستان ته د رسيدو په وخت کي وويل، که څه هم دغه هيواد له اسراييلو څخه ډيري زياتي وسلي اخيستي دي، خو د هند حکومت بيا هم د د يو خپلواک فلسطيني دولت چي پلازميه ختيځ بيت المقدس وي، ملاتړ کوي. په دغه سفر کي له من موهن سنګ سره يو شمير لوړ پوړي حکومتي چارواکي او غټ سوداګران او د شرکتونو خاوندان ملګري دي.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل