1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند مشهور فلمي لوبغاړی اوم پوري و مړ

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

د هند سینما مشهور فلمي لوبغاړی اوم پوري، په ۶۶ کلنۍ کې مړ شو. د رپوټونو له مخې د هغه زړه درېدلی دی. هغه په بیلا بیلو هندي فلمونو کې کار کړی چې په نړیواله کچه پیژندل کیده.

https://p.dw.com/p/2VO0P
Om Puri Schauspieler
British Actor
Attending the London premiere of the film "The Parole...
انځور: picture-Alliance/Photoshot

د پرس ټرسټ آف انډیا، نومې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اوم پوري، د جمعې ورځي په سهار په ممبۍ کې په خپل کور کې د زړه د دریدو له کبله ساه ورکړې ده. ممبي ښار د بالیوډ ټاټوبی گڼل کیږي.

اوم پوري د۱۹۷۰مي لسیزي په نیمایي کې په مراهټي ژبه فلم کې کار پیل کړ او تر هغه وروسته یې په ډېرو هندي فلمونو او یوه شخړه ایز پاکستاني فلم کې هم کار کړی.

همداشان اوم پوري په ځينو بریتانوي فلمونو کې هم کار کړی دی چې تر ټولو مشهور یې په ۱۹۸۲م کال کې د ریچارد اتنبروهز، فلم دی چې د هند د آزادۍ غورځنگ مشر مهاتما گاندهي، پر ژوند باندي جوړ شوی دی. پر دې سربیره اوم پوري د هاليوډ په «چارلي ویلسنز وار» نومي فلم کې هم کار کړی دی.

اوم پوری ته د «پدم شري» دولتي مډال هم ورکړل شوی دی چې د هند څلورم ستر ملکي مډال دی. دغه مډال هغه ته د بالیوډ په فلمي صنعت کې د خدمتونو په سبب ورکړل شوی دی.

د هغه پر مړینه د بالیوډ فلمي ستورو او فلم جوړونکو ژوره خواشیني څرگنده کړې ده. د اوم پوري، نزدي ملگري او فلم جوړونکي اشوکه پنډت، د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې «دې خبر خواشینی کړی او ټکان ورکړی دی چې هر اړخیز ستوری اوم پوري جې نن سهار، د زړه د دریدو له کبله مړ شوی دی.»

د هندي سینما یوه بل مشهور ستوري انوپم کهیر د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرگنده کړې ده او په خپل پیغام کې یې لیکلي دي: «پر خپل کټ باندي په آرامه پروت لیدلو سره سړی باور نه شي کولای چې زموږ له سترو ستورو څخه یو تن نور زموږ په منځ کې نه شته.»

د هند لومړي وزیر نریندر مودي، هم د اوم پوري، پر مړینه خپل تسلیت وړاندې کړی دی.

اوم پوري د هند په هریانه ایالت کې په ۱۹۵۰م کال کې په یوه پنجابي کورنۍ کې زیږیدلی وو.