1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند پر یوه سرحدي پوستې د برید په پایله کې ۱۷ عسکر وژل شوي

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۲۸, یکشنبه

د پاکستان او هند تر منځ کشمير یا د کنترول کرښې ته نږې سرحدي سیمه کې شکمنو یاغیانو پر هندي پوځ برید کړی دی. په دې پیښه کې ۱۷ هندي پوځيان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1K4O3
Indien Srinagar Polizisten mit Schusswaffen im Einsatz
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Khan

د هندي پوځ ویاند ډګروال ایس ډي ګواسوامي ويلي دي چې یاغیانو له سرحدي پولي څخه تر تیریدو وروسته د هند پر سرحدي سرتیرو ډزې وکړې. د ګواسوامي، په خبره د دغه برید پر مهال اکثره هندي سرتيري ویده ول.

د برید له پيل څخه تر ډیر وخت وروسته پورې د دواړو خواو تر منځ د ډزو تبادله روانه وه. ویل کیږي چې د شکمنو بیلتون غوښتونکو یاغیانو له خوا د دغه ترسره شوي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۷ هندي سرتیري وژل شوي دي.

دغه برید د «اړی سیکټر» په سیمه کې د پلي پوځ پر یوه سرحدي پوستې ترسره شوی دی. د اړی، سیمه د لاین اف کنټرول یا سرحدي کنترول سیمې ته نږدې پرده ده چې د «باره مولا» ولسوالۍ یوه برخه ده. دلته د هند د پوځ د دولسم پياده لوا مرکز دی چې په سلګونه پوځیان په کې د سرحدي پولي د سانتې په موخه مستقر شوي دي.

په دغه بیس یا مرکز کې ټپي شوي پوځیان په عاجل ډول د سري نګر ایالتي مرکز ته د چورلکو په وسیله لیږدول شوي دي. په نوي ډهلي کې د هند دفاع وزارت د ټپي شوو پوځیانو شمیر ۳۵ تنه ښودلی دی.

د هند د کورنيو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي داسې نه ښکاري چې دغه برید دی ګوندې د تندلارو یاغیانو له خوا ترسره شوی وي، بلکې د سرحد له پورې غاړې څخه تر سره شوي پوځي عملیات دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر راج ناته سنګه، د تلیفون له لارې له ایالتي مسئولینو څخه د دغه برید او روان وضعیت په هکله معلومات ترلاسه کړل.

سربیره پر دې ناته سنګه، روسیې او امريکا متحده ایالاتو ته خپل سفرونه هم ځنډولي دي. په عین وخت کې د هند د کورنیو چارو وزیر په دې سیمه کې پوځيانو ته د تیارسئ په حال کې د پاتې کیدو امر کړی دی.

په لومړي سر کې د پوليسو له خوا د دوو تنو پوځيانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو. د پولیسو په حواله بریدګر د پاکستان له خوا داخل شوي ول. د ډزو په تبادله کې د څلورو تنو بریدګرو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د هندي پوځ د ویاند په حواله برید کونکو یاغیانو تر پایه یعني د دوی تر وژل کیدو پورې د ډزو لړۍ جاري ساتلی وه. د عیني شاهدانو په حواله له ډیر لیري ځای څخه معلومیدل چې له دغه پوځي مرکز څخه تور لوګي پورته کیږي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل