1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په يوه سيمه کي پر ښځو باندي د موبايل بنديز ولگېد

۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبه

د هندوستان د بهار ايالت يوې محلې شورا پر ښځو او نجونو باندي د موبايل تليفون بنديز لگولی دی. د پټنه د سيمي سيمه ييزي شورا دا کار ځکه کړی دی، چي په خبره ئې ښځو له موبايل تليفونه ناوړه استفاده کوله.

https://p.dw.com/p/16wSE
انځور: Fotolia/Aaron Amat

د دغي شورا په خبره د موبایل په وسیله نجوني له هلکانو سره تماس نیسي چې له همدې امله له کورونو څخه د نجونو د تېښتو په پيښو کي زیاتوالی راغلی دی.

د کليوالي شورا د دغي پریکړي یو لامل دا هم بلل شوی دی چې د دا ډول پيښو د زیاتیدو پر ضد د سیمه يیزو خلکو د احتجاجونو مخه به ونیول شي.

په دغه کلي کي، چي پر ښځو او نجونو باندي د مبایل تلیفون پر استعمال باندي بندیز لګول شوی دی « سندرباری» نوميږي او اکثره اوسېدونکي يې مسلمانان دي. دغه کلی د هندوستان د بهار ایالت د مرکز پټنه په ختیځ ۳۸۵ کیلومترۍ کي پروت دی.

د سندرباری د کلي محلي شورا یا په هندي ژبه پنچایت، دا پریکړه هم کړې ده، چي که چیري یوه نجلۍ چي واده شوې نه وې او د خلکو په عام محضر کې د موبایل تلیفون په استعمالولو سره ونیول شي نو۱۰۰۰۰ هندۍ روپۍ یا۱۸۰ امریکايي ډالره باید جریمه ورکړي.

Indien junge Frau traditionell Handy Mobiltelefon Handyverbot
انځور: picture alliance/Dinodia Photo Library

په زړه پوري خبره خو دا ده چي که چیري دغه کار یوه مړوښې ښځه وکړي نو دغه مېرمن باید دوه زره هندۍ روپۍ یا ۳۶،۶ امریکايي ډالره جریمه ورکړي.

په دغه سیمه کي د نجونو او ښځو له خوا د موبایل تلیفون د استعمال د مخنیوي له پاره یوه سیمه يیزه کمېټه هم ټاکل شوې ده. د دې کمېټې مشر منورعالم نومیږې چې په سیمه کې ډیر نفود لري.

منور عالم په دې اړه وویل: «موږ به هر وخت ډير خجالت کيښ چي يو چا به ويل دادی بيا يوه له يو چا سره تښتېدلې ده.»

د منور عالم په خبره د تیرو څو میاشتو په جریان کي له کورونو څخه د واده شوو ښځو په تېښتو کي زیاتوالی راغلی وو. د ده په دې نژدې وختو کې لږترلږه شپږ ښځي او پېغلي نجوني له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي.

هغه وايي اوس واده شوې ښځی هم د میړه له کوره له خپلو مينانو سره تښتي، دا زموږ له پاره ډیر د شرم خبره ده، ځکه نو موږ له دې ستونزي سره په سختۍ د مبارزې کولو پریکړه وکړه. موبایل تلیفون زموږ د ټولنیزچاپيرال او اخلاقو تباه کوونکی دی.

رويترز/دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل