1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په يوه فابریکه کې اور لګیدنې ۱۳ کسان وژلي

۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعه

د هند پولیسو ویلي دي چې د نوي دهلي په څنډو کې د جامو په یوې فابریکې کې د اورلګیدنې له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شو ‎ي دي.

https://p.dw.com/p/2SX7G
Bangladesh Dhaka - Brand bei Fabrik
انځور: Reuters/M. Ponir Hossain

د پولیسو یوه ویاند بګوت سنګ، ویلي دي چې د تکې د فابریکې دغه کارکوونکي په فابریکه کې ویده ول چې د جمعې په ورځ وختې اور ولګید: «۱۳ کسان چې هلته ویده ول، وژل شوي. دوه یا درې نور کسان اوس په روغتون کې دي.»

اور وژونکو څو ساعته کار وکړ چې وضعیت تر خپل کنترول لاندې راولي. چارواکي اوس په دې اړه څیړنې کوي چې اور د څه له کبله رامنځ ته شوی دی. د اور وژنې د ادارې ځایي کارکوونکي عباس حسین، ویلي دي چې فابریکه د استوګنې د کورونو په منځ او ښايي په غیر قانوني توګه جوړه شوې وه.

هغه ویلي دي: «هغه څه چې موږ یې وینو ښيي چې هیڅ هم سم نه وو. داسې ښکاري چې فابریکه په قانوني توګه نه وه جوړه شوې خو موږ په دې اړه تر څیړنو وروسته په دقیق توګه یو څه ويلای شو.»

په هندوستان کې د کار په ځای کې کارکوونکي د ساتنې تدابیر ډیر وخت په پام کې نه نیول کیږي او په فابریکو کې د اور لګیدنې وخت نا وخت رامنځ ته کیږي.

تیره میاشت هم په سویلي ایالت تمیل نادو کې په یوه فابریکې کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول.

په ۲۰۱۴ کال کې بیا د هندوستان په مدیا پرادیش ایالت کې یوې بلې چاودنې ۱۵ کسان وژلي وو. په ۲۰۱۳ کال کې هم یوې بلې پیښې شپږ تنه ووژل.

په ګاونډي هیواد بنګله دیش کې هم وضعیت ډیر ښه نه دی. د دې هیواد د جامو په فابریکو کې کې وخت نا وخت بیلابیلې پیښو د ګارګرو ژوند اخلي.

په ۲۰۱۳ کال کې د یوې ودانۍ نړیدو په پلازمینه داکه کې ۱۱۰۰ کسان ووژل. دغې پیښې په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او پر هغو اروپايي مارکونو باندې سختې نیوکې وشوې چې په بنګله دیش کې خپل محصولات جوړوي او بیا یې په اروپا کې پلوري.

نور مطالب: