1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هيلري کلنټن لنډه پېژندنه

۱۳۹۵ آبان ۱۴, جمعه

د هيلري کلنټن ژوند ليک ليکونکي هغې ته ځيني وخت د يوې ضد و نقيض، خو د يوې معقولي سياستوالي په توګه ګوري. د متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د دغي کانديدي لنډه پېژندنه دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2S9jX
USA | 3. Präsidentschaftsdebatte 2016 in Las Vegas
انځور: Getty Images/D. Angerer

د امریکايانو تقريباً اکثريت ښايي د هيلري کلنټن په هکله داسي فکر کوي چي هغه يو غير شفاف او حتی دوه ژبی شخصيت لري. خو د کلنټن ژوند ليکونکي اکثريت کارپوهان د هغې او د هغې د شخصيت په هکله تقريباً يو شان نظر لري.

د کلنټن ژوند ليکونکي چي هغې ته کوم صفتونه کاروي، د هغوی له جملې اکثريت دغه وي: خواري کښه، پر خپل دريځ ټينګه، توازن رامنځ ته کوونکې، تحليلګره، معتدله، محافظه کاره، د مېتود له مخي کار کوونکې او ځيني وخت مغروره.

کارن بلومنتال د کلنټن يوه داسي بيوګرافي ليکلې ده چي د ځوان لوستونکو له پاره ليکل سوې. بلومنتال د هېلري کلنټن په هکله وايي چي کلنټن یوې داسي تر اندازې زياتي زيار ايستونکي اول نمره شاګردي ته ورته ده، چي د برياليتوب تر اندازې زيات حرص يې هم قوي او هم کمزوری کېدلای سي. بلومنتال وايي چي کلنټن«هغه کاريسما يا جلوه نه لري لکه اوباما چي يې لري. هغه يوه داسي ښځه ده چي موږ يې د ګاونډۍ په توګه درلودل غواړو. خو زموږ امريکايانو له پاره داسي يو کس يو څه خسته کوونکی وي. هغه په رشتيا هم لږ خسته کوونکې ده.»

«خو نه د ولسمشري په توګه»

ريچارد کايتنر چي د (The Nation) په نوم کېڼ اړخه مجلې له پاره مطالب ليکي، وايي چي «امریکايان خواري کښه انسانان خوښوي... خو که امریکايان کلنټن هم خوښوي، خو د ځان له پاره يې د ولسمشري په توګه نه غواړي.»

د کلنټن منتقيدين هغې ته د آزاديپالي سياستوالې په سترگه ګوري، خو هغه په ځوانۍ کي د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې وه. دغه حقيقت تر ننه پوري د هغې په شخصيت کي څرګند دی. لکه د کلنټن بريتانوی بيوګرافي ليکونکی جېمز ډي بويز چي وايي: «هغه يوه داسي څوک ده چي زیاته ژمنه ده، د ميتود له مخي کار کوي او په خپل ميتودونو او ژوند کي تر هغه زياته محافظه پاله ده، لکه ځيني تنقيد کوونکي چي يې په هکله فکر کوي.»

خو په يوه ځانګړي سياسي ډګر کي دغه ښه يا ګټور خواص هم ثابتېدلای سي. خو د جوړجاړي له پاره د کلنټن چمتووالی هم مثبت او هم منفي اړخونه لري.

مفکوره که سياسي مقاصد

ياد درې واړه د کلنټن بيوګرافي ليکونکي په دې کي همنظره دي چي کلنټن په ځينو موضوعاتو کي بې له بند و بست څخه هلي ځلي کوي او ورته ژمنه ده. دغه ليکوالان د دغو موضوعاتو په بيلګو کي د مېرمنو حقونه، د ماشومانو خونديتوب، د ټولو له پاره صحي بيمه، ټولنيز عدالت او تناسب او د قدرت طلبۍ په مالګه مالګين د بهرنيو چارو سياست يادوي.

خو کارپوه کايتنر په دې آند دی چي هيلري کلنټن د خپل کاري ژوند او مقام له پاره ډېر «نرم» دريځ هم خپلولای سي. دغه کارپوه زياتوي چي کلنټن «پر هغه خوا حرکت کوي چي هوا چليږي.»

بلومنتال وايي: «څوک نه پوهيږي چي هغه څه غواړي، ځکه کلنټن د نظر پوښتنو له نتايجو سره خپل نظر بدلوي او کله کيڼ کله ښی خوا ته استقامت بدلوي.»

عامه او شخصي شخصيت

داسي ښکاري لکه د اوباما او دونالد ترمپ په پرتله چي هيلري کلنټن هيڅکله هم په عام محضر کي خپل ځان ډېر ښه نه احساسه وي. د منځني قشر له کورنۍ تربيه تر لاسه کوونکې هيلري کلنټن پر دې ډېر پام کوي چي خپله کورنۍ له عام محضر څخه ليري وساتي. د دغه خاصيت يوه ښه بېلګه هغه وخت څرګنده سوه چي د هيلري مېړه کلنټن امريکا د ولسمشر په توګه له يوې بلي ښځي سره د اړيکو په قضيه کي راګير سو.

خو د هيلري کلنټن دغه خاصيت داسي شک رامنځ ته کوي چي ښايي هغه يو داسي شی ولري چي نه غواړي افشا سي. بويز وايي چي د برېښناليکونو رسوايي وښودل چي کلنټن «تر دې چي اجازه واخلي پر پټ کار نيول کېدل خوښوي.»

کارپوهه بلومنتال، د کلنټن په هکله وايي چي هغه «زياته هوښياره او ځيرکه ده. خو هغه بيا هم ځيني وخت بې عقل کارونه وکړي. زه د برېښناليکونه موضوع له همداسو خبرو څخه يوه بولم. دا بالکل د شفافيت ضد خبره ده. زما په آند هغې هڅه کوله چي د خپل شخصي ژوند يوه برخه له عام محضر څخه پټه وساتي.»

خو کايتنر، وايي چي په دې موضوع کي يو ډول هغه غرور يا مغروري هم ويني چي زیات وخت پر قدرت له پاتېدو سره رامنځ ته کيږي. هغه زياتوي: «د برېښناليکونو رسوايي ښيي چي هغه (هيلري کلنټن) څنګه فکر لري. هغه په دې باور ده چي د کلنټن کورنۍ له ضوابطو او قوانينو څخه بري ده.»

له ټولو تنقيدونو سره سره د کلنټن بيوګرافي ليکونکي په دې نظر دي چي هېلري کلنټن د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشري کېدو له پاره اړين قدرت او خاصيتونه لري.